دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 89947
۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې سمنګان ، فاریاب ، زابل ، ارزګان ، لوګر او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۱ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۲ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ، بغلان ، فاریاب ، کندهار ، میدان وردک ، خوست او پکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefo8v.jh8oei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته