دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 96327
۸۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، کندز ، سرپل ، ارزګان ، میدان وردک ، خوست ، هلمند او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۸۶ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۷۱ تنه ټپیان او۱۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ، مهمات او چاودیدونکې توکې هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د نیمروز ولایت په اړونده سیمې کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefx8o.jh8pwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته