دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 103870
۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندز، فاریاب ،بدخشان ، سرپل ،غزنی ، هرات او غور ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۱ تنه ټپیان او ۵ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۳۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب ، کندهار ، ارزګان ، میدان وردک او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefx8z7jh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې