دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 113879
په کندز ولایت کې ترهګریزو ډلو ته د وسلو او مهماتو د ۲ تنو لېږدونکو نیول
په کندز ولایت کې ترهګریزو ډلو ته د وسلو او مهماتو د ۲ تنو لېږدونکو نیول!
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کندز ولایت په اړوندو سیمو کې ترهګریزو ډلو ته د وسلو او مهماتو دوه تنه لېږدونکي هر یو:  ثمر ګل د علي محمد زوی، جمعه ګل د ګل محمد زوی چې د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ، اوسېدونکي دي بالفعل د RPG7 راکټ له ۱۰ فیره مرمیو د هغو له حق سوق او د سپکو وسلو له سلګونو فیره مرمیو سره چې په یو سراچه ډوله موټر کې یې په ځیرکانه ډول کې ځای پر ځای کړي وو نیولي دي.
له دې سره د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه د قوماندان روف مشهور په زرقاوي د ترهګریزې ډلې غړی میرداد د ګل داد زوی چې د امام صاحب ولسوالۍ په ګنبز کلي کې په ترهګریزو او ورانکارو چارو بوخت وو نیولی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefx8zojh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته