د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وېره څرګندوي، چې که یمګان او وردج سمدلاسه له وسلوالو طالبانو ونه نیول شي، دغه سیمه به د وسلوالو پر لویو او پراخو مرکزونو واوړي.
یمګان او وردج د بدخشان هغه ولسولۍ دي، چې وسلوال کولی شي له چین او تاجکستان سره پر پوله هم فعالیتونه وکړي.
د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقسای ویلي، چې د یمګان او وردج د نیولو لپاره د مرکز امر ته په تمه دی.
د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري وايي، چې داعش هم په وردج ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په نوم فعالیت پیل کړی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ وسلوال طالبان لګیا دي او د پاکستان له لارې په آسانه بدخشان ولایت ته اکمالات کوي.
دوه کاله کیږي، چې د بدخشان ولایت دوه ولسوالۍ (وردج او یمګان) د وسلوالو طالبانو په ولکه کې دي؛ د جرم او راغستان نیمه برخه یې هم نیولې او نورو ولسوالیو ته یې فعالیتونه پراخ کړي دي.