دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 126154
د هیواد په شمال او سویل کې وروستی تاوتریخوالی
سیمه ایز چارواکو د هیواد له شمال او سویل کندهار، کاپیسا او هلمند ولایتونو کې له وروستیو تاوتریخوالي خبر ورکړی.

سیمه ایز چارواکو د هیواد له شمال او سویل کندهار، کاپیسا او هلمند ولایتونو کې له وروستیو تاوتریخوالي خبر ورکړی.

د هلمند ولایت امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ، یک ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسلوالو ترمنځ نښته کې 20 طالب وسلوال وژل شوي.

سرجنګ ویلي چې دتیرې ورځې په نښته کې دهلمند مارجې ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ملا اختر منصور او ملا محمد رسول پلویانو ترمنځ رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا، د طالبانو خپلمنځي نښته کې د دواړو لوري 20 تنه وژل شوي دي.

په همدې حال 215 میوند قول اردو په خبر پاڼه کې راغلي چې ددغې نښتې په اوږدو کې 18 طالب وسلوال وژل شوي.

که څه هم ملام اختر منصور ددوي خپلمنځي نښته ردوي؛ خو دملا رسول مرستیال ملا منان ویلي چې ددغې ډلې غړو ا ختر منصور او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې.

کندوز

له بل پلوه د کندوز ولایت امنیتي سرچینې وايي چې ددغه ولات په چهادرې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو په ترڅ کې 12 طالب وسلوال وژل شوي.

د کندوز د پولیسو د قومندانۍ په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه پیښه تیره ورځ مازدیګر چهاردرې ولسوالۍ د خرکاري په کلي کې رامنځته شوې.

د خبر پاڼې په ټکو، په دغه وژل شویو کسانو کې د مسافر په نوم د طالبانو یو قومندان هم شامل دی.

کاپیسا

له کاپیسا ولایت څخه راپورونه وايي چې د کوهستان ولسوالۍ لومړۍ حصې کې په خپلمنځې نښته کې یوه پیغله انجلۍ د درې ښځو په ګډون څلور تنه نور وژل شوي دي.

یوې سیمه ایزې سرچینې یک ټلویزیون ته ویلي چې دغه نښته د دغې ولسوالۍ په سنجن کلي کې رامنځته شوې او د پیښې اصلي لام کورني دښمني وه.

د سرچینې په ټکو د روانې میاشتې په اوږدو کې دا درېیم قتل چې په دغه کلي کیږي.

کندهار

د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک ویلي چې په دغه ولایت کې د سرک ترغاړې بمي چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دغه چاودنه تیره شپه د ډنډ ولسوالۍ په حسن زوی سیمه کې رامنځته شوې چې امنیتي ځواکونه د هغه په شنډولو کې بوخت ول.

خپلواک زیاته کړې چې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه تنه نور پولیس ټپیان دي.


https://avapress.com/vdcenp8zejh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته