دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 156755
سوریه؛ د تروریزم ماتې څخه د ترکیی تر تیري پوری
د ترکیه دفاع وزیر سوریه مرز ته د عفرین ښار باندی د برید طرحه اجرا کیدو څخه خبر ورکړی دی او کرد ځواکونه په دی ښار کې ویلی دی چی ترکیه د ښار اطراف سیمی ګلوله باران کړی دی. جمعه ورځ، ۲۹ جدی، نورالدین جانیکلی؛ د ترکیه دفاع وزیر، اعلان کړ چی د سوریه شمال کې د عفرین پر ښار باندی مخکې تر مخکې طراحی سوی عملیات اجرا کړل شو. هغه وویل چی ددی عملیات اصلی مقصد په دی ښار کې د خلق ملاتړ ځواکونو نابودی دی. د ترکیی دولت وایی چی دا د پکک-کرد کارګردان ګوند پوری تړلی ډله د کرد یو جدایی غوښتونکې ډله ده چی ترکیه دولت هغه تروریستی سازمان بولی. مخکی، د ترکیه دولت اخطار ورکړی وو چی د کرد مسلح شبه نظامیانو حضور خپل مرزونو تر څنګ نه شی زغملای او امریکا ته د یولوی ځواکیز ډلی جوړیدو د خپل مرزونو ترڅنګ اخطار ورکړی وو. سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی ترکیه مستقیم داخلیدل و سوریی ته، په سوریه کې بل بحران رامنځته کړه او په هغه صورت کې چی دا حرکتونه د سوریه دولت اخطارونو سربیره ادامه پیدا کړی، بیله شکه د وضعیت د پیچلتیا لامل به شی. د څیړونکو په باور، خپل ملاتړ لاندی تروریستانو ماتې په لړ کې، په دی اقدام سره په دی هڅه کې دی ترڅو خپل نقش ته د سوریه په سیاسی برخه کې ډیر او پررنګه کړی. د پوهانو په باور، د ترکیه مستقیم داخلیدل په سوریه کې د جنګ ډګر ته په دی معنی ی چی انقره همغسی چی وړاندوینه کیده، قصد لری د سوریه په راتلونکې کې فعال نقش ولری. ددی فعال نقش څخه مقصد د کارپوهانو په باور، دادی چی ترکیه د بین المللی او سیمه ایز هر ډول لویو قدرتونو په منځ توافق کې چی د سوریه راتلونکې په اړه صورت نیسی، بی نقشه پاته نه شی؛ دا بالخصوص چی ترکیه د سوریه په اړه د امریکا سره د کردانو څخه ملاتړ لپاره او روسیه او ایران سره د دمشق حکومت ته نږدیتوب لپاره، ژور اختلاف نظر لری او له بل لوری، د ترکیه ملاتړ لاندی تروریستی ځواکونو په ماتې سره، په ډګریز جنګ کې هم خپل نفوذ لاندی سیمی له لاسه ورکړی دی، د انقره لپاره د لوړ ارزښت لرونکې دی او یو جدی دغدغه باندی بدل شوی دی. دا په داسی حال کې دی چی د ناظرانو په باور، د ترکیه دا اقدام د خطر څخه هم خالی نه دی او دا هغه څه دی چی د سوریه دولت مکرر او سخت غبرګون څخه د ترکیه ددی اقدام په وړاندی معلومیږی. که څه هم ځینی ناظران په دی باور دی چی په قوی احتمال سره، د ترکیه نظامی دخالت د سوریه په چارو کې که پوره توافق سره نه وی خو د روسیی په شان مخکنیو قدرتونو پوهی او هماهنګی سره به ترسره شوی وی؛ خو حتی که دا احتمال هم صحیح وی، دا کار نه شی کیدلای چی د ترکیه نظامی دخالت وروسته په ترکیه کې د بحران مخه ونیسی. په دی اړه بل مساله، د سوریه په وړاندی ترکیه یو اړخیزه اقدام پراختیا په نسبت عرب رژیمونو منفی تګلاره ده. که څه هم عربی رژیمونو رسمی دستګاوی تراوسه په دی اړه علنی موضع نیولو څخه ډډه کړی دی؛ خو مخکې له دی، سعوید سلطنتی خاندان ته نږدی رسنۍ، د مطالبو په خپرولو سره ددی اقدام په وړاندی منفی غبرګون ښودلی دی. دا منفی غبرګون ډیر ددی لپاره صورت نیسی چی سعودی عربستان نقش چی د کلونو راهیسی په سوریه کې د تروریستی او تکفیری ډلو باندی لوی سرمایه ګذاری کړی وو ترڅو سوریه دولت ساقط کړی او وهابی هملاری بنیادګرا رژیم پر کار کړی، د سوریه په راتلونکې کې د روسیه، امریکا، ایران او ترکیه په حضور سره به نادیده ونیول شی. په دی حساب سره، دا اندیښه شتون لری چی سعودی رژیم او همپیمانه یی د تروریستی او تکفیری ډلو پیاوړۍ کولو سره د ترکیه ملاتړ لاندی تروریستی ډلو په وړاندی له یو لوری او دمشق دولت او ملاتړ کوونکو ځواکونو له بل لوری، په سوریه کې د تاوتریخوالی څپی رامنځته کړی او په دی صورت، په سوریه کې د حل لاری پیدا کول د بحران لپاره، نور به هم پیچلی شی. بنا پردی، د ترکیه چنګ د سوریه په ځمکه کې د امریکا ملاتړ لاندی شبه نظامیانو په وړاندی، مخکې له دی چی تروریستی ضد جنګ وی د خارجی هیواد له لوری، د څو متخاصم او رقیب قدرتونو ترمنځ جنګ دی د سوریه سیاسی راتلونکې لپاره چی یو نقش ولری.
https://avapress.com/vdcenp8znjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته