دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 97245
د اتخاباتو کمېسیونونو د رایو د تفتیش د بهير د چټکتیا لپاره له دواړو انتخاباتي ټيمونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي نن سهار د انتخاباتي کمېسيونونو له رئيسانو او غړو سره په داسې حال کې وکتل، چې د جمهوري ریاست مرستیالان او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم حاضر و.
په دغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وړانديز جوړه شوې وه، د رایو د تفتیش د کار د پرمختګ او د تخنيکي بهير د ستونزو د څرنګوالي پر اړوندو مسایلو بحث او خبرې وشوې.
د انتخاباتي کمېسیونونو رئیسانو او غړو د دغو مواردو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل او د رایو د تفتیش د بهیر پر چټکتیا د ټینګار په ترځ کې يې وویل چې د دواړو انتخاباتي ټيمونو ترمنځ نږدې همکاري کولی شي چې د رایو د تفتیش د بهیر د هر څه ژر پای ته رسولو او د انتخاباتو د نتیجې د اعلان زمینه برابره کړي.
د انتخاباتي کمېسيونونو غړو ډاډ ورکړ چې د دغه بهير چټکتیا ته بشپړ چمتووالی لري، خو له کمېسیون سره د دواړو ټیمونو د همکارۍ پر اړتیا يې ټينګار وکړ.
د کمېسیون غړو همداراز د انتخاباتو د کمېسیون په کاري چاپېریال کې د ښه نظم او امنیت د ټينګښت لپاره له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې په دې اړه په جدي توګه اقدام وکړي.

هغوی همداراز له جمهور رئیس څخه وغوښتل ترڅو د جمهوري ریاست له نوماندانو سره خبرې وکړي چې خپلو استازو ته لارښوونه وکړي چې د انتخاباتو له کمېسیون سره نږدې همکاري وکړي، ترڅو دغه بهير په چټکی سره پای ته ورسيږي.

جمهور رئيس کرزي وویل چې د افغانستان خلک له میاشتو راهیسې د انتخاباتو پایلو ته په تمه دي او دغه نتیجه باید ډېر ژر اعلان شي.

جمهور رئیس په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې وروستۍ خپرې شوې مقالې ته د اشارې په ترځ کې وویل چې د دا ډول مطالبو خپرول د افغانستان د بې ثبات کولو لپاره د بهرنيانو ښکاره لاسوهنه او توطئه ده او باید ورته اجازه ورنه کړل شي.

جمهور رئيس ټینګار وکړ چې د انتخاباتو د نتیجې د اعلان ځنډېدل، د خلکو د ژوند پر ټولو برخو په ځانګړې توګه امنیت او اقتصاد او همداراز پر حکومتي چارو منفي اغېز کړی دی، نو دا ایجابوي چې دغه بهير په ټاکلې نېته پای ته ورسيږي او زموږ خلک نور له دې اندېښنې څخه خلاص شي.
https://avapress.com/vdcenw8o.jh8fei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته