دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 102754
جمهور رئيس غني: د امنیت د ټينګښت لپاره طرحې ته اړتیا لرو، نه د افرادو بدلون ته
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د مشرانو جرګې له یو شمېر غړو سره په ارګ کې وکتل.
دغو سناتورانو په زابل، غور، هرات، نیمروز، بادغیس، کندهار، پکتیا، کنړ، کاپیسا، ارزګان، فراه، لوګر، نورستان، ننګرهار، غزني، پکتیکا، هلمند، کابل، بلخ او لغمان ولایتونو کې د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې دوی په خپلو ولایتونو کې د امنیت، سولې، پوهنې، اداري فساد، د بندونو او سړکونو د جوړونې، د څښاک اوبو، د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنيوي، روغتیا او برېښنا په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې له جمهور رئيس غني سره شريکې کړې.
جمهور رئيس غني د دغو سناتورانو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته خپلې خبرې د پکتیکا ولایت د یحيی خېلو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې د مراتب په وړاندې کولو سره پیل کړې.
جمهور رئيس غني همداراز وویل چې د افغانستان ټول خلک له یو ډول امنیتي ستونزې سره مخامخ دي او د دغې ستونزې د حل لپاره یو واحد نظر ته اړتیا ده.
جمهور رئيس وویل: د امنیت د ټينګښت په برخه کې مو پنځو ولایتونو یعنې کندز، غزني، بادغیس، هلمند او ننګرهار ته لومړيتوب ورکړی دی او د امنیت د ټينګښت لپاره طرحې ته اړتیا لرو، نه د افرادو بدلون ته.
جمهور رئيس همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د سولې ټينګښت ته اړتیا ده.
جمهور رئيس زیاته کړه چې د سولې د ټينګښت په برخه کې ولس باید مهم رول ولوبوي او په دې اړوند باید په اصولو برابر او په ډېر احتیاط سره ګام اوچت شي.
جمهور رئيس غني همداراز سناتورانو ته په خطاب کې وویل چې په یادو برخو کې د چارو د تطبیق په اړه به په راتلونکي کې له دوی سره لا ډېرې غونډې ترسره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenw8zejh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته