دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 110296
د ملي وحدت د حکومت د کابینې ۱۶ تنو نویو وزیرانو د لوړې مراسم ترسره کړل
د ملي وحدت د حکومت د کابینې ۱۶ تنو نویو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې، نن یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني پر وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل.
په دغو مراسمو کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شول او په هغو کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان هم حضور درلود، _د __سوداګرۍ او
صنایعو__ وزیر _همایون رسا، د لوړو زده کړو وزیرې ډاکټرې فرېدې مومند، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د انرژۍ او اوبو وزیر انجنیر علي
احمد عثماني، د ښاري او کور جوړولو چارو وزیر سید سعادت منصور نادري، د کار، ټولنیزو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر ډاکټر محمد الله
بتاش، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ، د نیشه یي توکو پرخلاف د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د وفادارۍ لوړه وکړه.
دغو نویو وزیرانو لوړه وکړه چې د اسلام د سپڅلي دین د حکمونو حمایت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانینو رعایت او د اتباعو د حقوقوحفاظت، د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملي وحدت ساتنه به کوي، په خپلو ټولو اعمالوکې به لوی خدای (ج) حاضر ګڼي او ورسپارل شوې دندې به په صداقت او رښتینولۍ سره سرته رسوي.
د وفادارۍ د لوړې له مراسمو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي وحدت د حکومت د کابینې ۱۶ تنو نویو وزیرانو ته د نویو دندو مبارکي وویله او هغوی ته یې هېواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceo78zpjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته