دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 94419
ما په افغانستان کې جګړه نه، بلکې توطئه ولیده او هڅه مې وکړه چې دغه توطئه شنډه کړم
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي د اتلانتیک مجلې له خبریال سره په مرکه کې وویل: ما په افغانستان کې جګړه نه، بلکې توطئه ولیده او هڅه مې وکړه چې دغه توطئه شنډه کړم چې له امله یې د افغانانو وینه تويېدله. نو ځکه زما اهداف د امریکایانو او د ناټو سازمان له اهدافو سره توپیر درلود.
جمهوررئیس څرګندهکړه چې په افغانستان کې جګړه نه وه او هېڅکله مې دا نه ده منلې چې په خپل هېواد کې په جګړه کې ښکېل واوسم.هېڅکله مې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د خپلو خلکو ترمنځ جګړه پرمخ نه ده بیولې.خوښ یم چې دا کار مې نه دی کړی او په راتلونکي کې به هم داسې ونکړم.
جمهوررئیس د یوې پوښتنې په ترڅ کې چې آیا تاسو به د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه خپل د پوځیانو له قربانیانو څخه قدرداني او ستاینه کوئ،وویل: زه د خپلو سرتېرو ترڅنګ ولاړیم، د خپل پوځ ترڅنګ ولاړ یم او له هغوی څخه ملاتړکوم. دوی د دې خاورې بچیان دي چې خپل ځان د دې هېواد د ساتنې لپاره قربانوي؛ خو د دوی ژوند په داسې یوه جګړه کې قرباني کيږي چې هغه زموږ جګړه نه ده، بلکې داسې یوه توطئه ده چې موږ یې قرباني یو.
جمهوررئیس کرزيزیاته کړه: د طالبانو پر ضد د جګړې په نوم د جګړې دوام نه ستایم او ما ته دا جګړه ريښتينې نه، بلکې توطئه ښکاري، داسې یوه توطئه چې هم پکې طالبان او هم امنیتي ځواکونه د افغانانو په توګه مري او زه غواړم دغې توطئې ته د پای ټکی کېږدم.
همداراز د هېواد جمهوررئیس په دغه مرکه کې وویل چې زه هیڅکله نه غواړم له چا سره په جګړه کې ښکېل شم. اوس مهال دا افغانان دي چې د جګړې په دواړو خواووکې مري، دا وضعیت باید پای ته ورسیږي، نو ځکه ما هېڅکله هم نه دي غوښتي چې په داسې یوه جګړه کې د وسله وال پوځ د اعلی سر قومندان دنده ترسره کړم چې په هغه کې یو افغان بل افغان وژني. زه دغې جګړې ته د توطئې په سترګه ګورم. دا افغان وژنه ده، دا افغان وژنه د پخواني شوروي له یرغل راهيسې دوام لري او زموږ خپل ځواکونه له خپلو افغانانو سره په جګړه کې ښکېل دي.
زه د دغې توطئې پر خلافولاړ یم؛ خو امریکایان او نور غربیان دا جګړه خوروي، ترڅو موږ له یو بل سره په جګړه کې ښکېل واوسو او دوی وکولی شي خپلې طرحې پر موږ او پر دغې سيمې عملي کړي.هغوی کولی شي چې خپلې طرحې زموږ د پرمختګ او له موږ سره د ملګرتیا له لارې عملي کړي، خو نه زموږ د خلکو د ځان، زموږ د هېواد د ويجاړولو په قیمت.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceoe8o.jh8ezi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته