دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 139592
دملي تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل
افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون پرون ماښام په په ارګ کې غونډه وکړه او د یو میلیارد افغانیو په ارزښت یې پنځه قراردادونه منظور کړل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، قراردادونه په لاندې ډول دي: - د دولسو ولایتونو ښوونځیو ته د میزونو، څوکیو او سولر سیستم خریداري،
- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو لپاره د خوراکي توکو تدارک،
- د تفتیش عالي ادارې د ظرفیت لوړولو مشورتي خدمتونو پروژه،
- د ملي اردو د مرکز او ساحوي قول اردوګانو د پاور پلانټونو او جنراتورونو ترمیم او د حفظ او مراقبت چارو د قراردادونو تعدیل،
- د جمهوري ریاست د چارو د عمومي ریاست د اعاشوي توکو تدارک،
ملي تدارکاتو کمېسیون د ګرشک ښار د برېښنا بند د بیارغاونې او وېش شبکې څخه د څارنې په خاطر د مشورتي خدمتونو قرارداد تعدیل، د بدیل د ترلاسه کولو په خاطر رد کړ.
غونډې، ته په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس د ستر سلاکار له خوا د زیربنايي او کلیدي پروژو لکه د انرژۍ، برېښنا، سړک، د رېل پټلۍ او استوګنځې پروژو په چارو کې د لا زیاتې چټکتیا په خاطر د یوې فوق العاده کمېټې د ایجادولو طرحه وړاندې شوه، چې تائید شوه.
غونډې ته د ملي تدارکاتو ادارې په ۱۳۹۵مالي کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون او ملي تدارکاتو ادارې د اجراآتو، لاسته راوړنو او د تدارکاتي نظام د اصلاحاتو بهیر په مخ کې پرتو ننګونو په اړه راپور وړاندې کړ.
جمهوررئیس د یادې ادارې د راپور وړاندې کولو څخه په مننې څرګنده کړه چې د راپور له لوستو وروسته به خپل نظریات د ملي تدارکاتو له کمېسیون سره شریک کړي.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، د ملي شورا د مالي او بودجوي کمېسیونونو، فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ د سیستکا ادارې د شفافیت څارونکو هم ګډون درلود.
https://avapress.com/vdceoo8zwjh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته