دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 98659
د پاکستان پوځ: له سیاسی بحران سره هیڅ اړه نه لرو
د پاکستان پوځ  وویل د دغه هیواد له روان سیاسي بحران سره هیڅ تعلق نه لري.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې  د پاکستان د پوځ ویندویی  میجر جنرل عاصم سلیم باجوه وویل چې  د پاکستان   روان سیاسي بحران له پوځ سره هیڅ اړه نه لري او مونږ  د بحران د حل لپاره یوازې د آسانوونکي رول لوبولی دی .
ده زیاته کړه د پاکستان پوځ ته په اسلام اباد کې د پینځو ودانیو د ساتنې دنده ورکړل شوې وه  چې پوځ یې ساتنه وکړه او په دغو ودانیو کې د پاکستان د ټي وي ودانۍ نه وه شامله خو بیا هم پوځ هغه   له  مظاهره چیانو خالي کړه .  دوه وویل  چې په ملاله یوسفزای او  کاینات او شازیه برید کوونکي کسان   نیول شوې دا بریدونه د شورا  په نامه یوې ډلې کړې چې لس  ترهه ګر پکې شامل وو او دا د طالبانو له کالعدم ډلې سره اړه لري. ده وویل که دغه کسان نه وای نیول شوې نو په دوه ویشتو نورکسانو دحملې پلان یې درلود.
ده وویل چې په بلوچستان کې د  قاید اعظم په کور  حمله کوونکي ټول  تورن نیول شوې دي.
عاصم باجوه  په پوځ کې د اختلافاتو خبرې رد کړې او وې ویل چې پوځ په سیاسي معاملاتو کې دخالت نه کوي او دا سیاسي پارټۍ دي چې باید روان سیاسي بحران حل کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceop8o.jh8vni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته