دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 126497
عبدالله: ګلبدین حکمتیار سره پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوړلو ته چمتو یم
هیواد اجرايي ریاست مشر ډاکتر عبدالله ویلي دي چې چمتو دي د افغانسان ملي ګټو لپاره د ګلبدین حکمتیار سره ډوډۍ وخوري.

هیواد اجرايي ریاست مشر ډاکتر عبدالله ویلي دي چې چمتو دي د افغانسان ملي ګټو لپاره د ګلبدین حکمتیار سره ډوډۍ وخوري.

نوموړي زیاته کړه چې هر څوک په افغانستان د هر ډول تاوتریخوالي او د فشار کمولو سره مرسته وکړي نو هرکلی به يې وکړي.

د سولې عالي شورا له استازو او ګلبدین حکمیتیار سره د سولې په برخه کې خبرې وروستې شوي دي.

دغه شورا مرستیال تیره ورځ اعلام وکړ چې د پنځه ویشت مادو له مخې دغه حزب سره موافقه شوې ده، نو تمه کیږي چې دغه پروسه دولت له لورې امضا شي.

دولسمشرد ویاند دمرستیال څو ورځې مخکې دحزب اسلامي او دولت داستازو ترمنځ د خبرو د دوام په تایید سره ویلي وو چې دافغانستان خلک به دهرډول تفاهم له لاسلیکولومخکې دهغوله جزییاتوخبرشي.

همداراز د ملي یووالي حکومت اجرایي مشر ډاکترعبدالله عبدالله وايي، د هېواد د ملي ګټو لپاره د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوړلو ته چمتو دی.

نوموړي د بي بي سي سره د خبرو پر مهال وویل چې موږ د هغه کړنې هرکلی کوو چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې کموي.

دا ستونزه چې حکمتیار له چا سره ډېره ستونزه لرله او له چا سره لږه

ښايي ستاسو اشاره اسلامي دولت وي، خو تر هغې وروسته له طالبانو سره د مقاومت بهیر هم لرو او تر هغېوروسته تېر ۱۵ کلونوکې او کومې ټاکنې چې تېرې شوې ما د اسلامي حزب ملاتړ درلود، چې ښاغلي ارغندیوال یې مشروو

له هغه وخت تراوسهوضیعت بدل شوي خو که ستاسو موخه که د سولې عالې شورا چې له اسلامي حزب سره د سولې بهیر روان کړی نو دولت په هغه کې دخیل دی، هغه پروسه چې پیل شوې ده که مثبتو پایلو ته ورسېږي، نو د هیواد ټول خلک به یې هرکلی وکړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې په تیرو وختونو کې چې حکمتیار د افغانستان له اسلامي دولت سره یوځای شوی و، دا فرصت مو نه و موندلی چې پر یوه دسترخوان ډوډۍ وخورو، که په راتلونکي کې وشي، بده خبره به نه وي.

د حکمتیار راتګ سولي پروسې ته داسې به نه وي چې د افغانستان ټول وضیعت ته بدلون ورکړي، خو دا هیله مندي شتون لري چې نورې ترهګړې ډلې له هغه څخه زده کړي چې د سولۍ پروسې سره یوځای شي او جګړې کې ګټه نه شته.

خو د ډيرو هڅو سره هیواد ته د حکمتیار راتلل او دملګروملتونواوامریکا له تورلیستونوڅخه دنوموړي دنوم لرې کول دهیواد دننه او بیرون د خلکو له مخالفت سره مخ شو.

په همدې حال کې دبشري حقونوڅارډلو وروستیوڅلورولسیزوکې دحزب اسلامي دکسانولخوا دتاوتریخوالي په زیاتوالي سره ، ددغې ډلې دمشرانوبخښنه اوبیرته راستنیدل دپوښتنې وړبللي.

دافغانستان دبشري حقونوخپلواک کمیسیون دهغوکسانودبخښنې مخالف دی کوم چې افغانستان کې دبشري حقونوپه نقض تورن دي.

تیره ورځ هم دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وويل چې امریکا د افغانستان دولت سره د سولۍ خبرو په تړاو د مخالفو ډلو سره په شمول د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ مخالف نه دی.

 
https://avapress.com/vdceop8zfjh8wei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته