دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 156692
ګردېز ښار کې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي په مرکز ګردېز ښار پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې چې له امله یې یوه ملکي وګړي وژل شوی او یو بل ټپي دی.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه نن سهار شاوخواه لس بجې د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت تائید کړه چې پیښه د ګردېز ښار په دوهمې امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د کار او ټولنیز ریاست یوه کارکوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي دی.

تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پکتیا د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو او حقاني شبکې د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې مخکې د دوو پر له پسې چاودنې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي وو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceop8zwjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته