دخپریدو نیټه :جمعه ۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۵
د مطلب کود : 136892
ترامپ، هغه توفان چی باید له منځه ولاړ نه سی!
لوړ عنوان شاید یوڅه عجیب په نظر ورسیږی او دا پوښتنه په فکر کی پیدا کړی چی څنګه کیدلای سی د سپین کاخ تصمیم نیونکی چی د نړی د رهبری ادعا کوی، په خپله خوښه په داسی بازی باندی لاس ووهی او یو نوی سناریو ولیکی د نوی بحرانو او نوی بی نظمیو د رامنځته کولو لپاره د ټوله نړی لپاره او ددی خطرناک او خرابوونکی هالیودی فیلمونو لومړی نقش د انسانانو او نړی لپاره ورکړی هغه کس ته لکه دونالد ترامپ؟!.

دا اخیستنه لکه څنګه چی معلومیږی امکان لری عجیب او حتی د باور څخه لیری وی او ډیر خلګ بالخصوص هغه کسان چی غرب او د غرب سرانو ته ارادت لری او دغرب دولتونه د تمدن او مدنیت اختیار لرونکی او د انسانی شان او مقام انتقالوونکی بولی، امکان نه لری چی دداسی باورونو ریشی ته ولاړ سی؛ خو په هر حال کی، داسی واقعیتونه که څه هم تریخ دی د ډیرو لپاره زموږ په وخت کی وجود لری چی باید دهغه سره سم عمل وکړو.

ترامپ تر اوسه سپین کاخ ته وارد سوی نه دی او د امریکا متحده ایالاتو د چارو رشته په لاس کی نه دی نیولی، ډیر درانده توفانونه د خپلو خبرو او ادعاوو په کولو سره رامنځته کړی دی او تراوسه چی د امریکا د خارجی سیاست چاری په لاس کی نه دی نیولی، شرق او غرب او شمال او جنوب ته تللی او امر کوی!.

ترامپ د اروپا اتحادیه باندی انتقاد کوی او تر اوسه د هغه خولی د انتخاباتو څخه نه دی وچ سوی، ددی اتحادیی سیاستونو په وړاندی راولاړیږی؛ او البته ددی اتحادیی د سرانو له لوری هم بیله ځواب نه پاته کیږی او په یو بل رویکرد سره د صهیونیستی رژیم سران تر انتقاد لاندی راوړی چی د صبر رشته له لاسه ورنه کړی تر څو هغه راسی.

ترامپ په خپلو پالیسیو کی د چین او روسیی په اړه، ددی هیواد قدرتمنده سران په انتظار کی پریږدی او مثلآ هغوی ته وایی او داسی القاء کوی چی هغه د نورو سره توپیر لری او د امریکا سیاستونه به ددی دوو رقیبو سره ښه سی.

د ایران په اړه چی تر هرڅه شکاره دی؛ ځکه چی ترامپ د انتخاباتی کمپاین په وخت کی د هسته ای توافق څخه د ایران سره نیوکی کړی وو او دداسی رویکرد په اساس د ایران هسته ای موضوع نه قبلوی او د مسلمانانو سره سم اړیکی نه درلودل هم عام سوی او همدا کار هم ددی باعث سوی دی چی ترامپ د امریکا په مسلمان اوسیدنی ځایو کی د خپل انتخاباتی رقیب په وړاندی، حتی یو رای هم ترلاسه نه کړی.

ددی رییس جمهور په وړاندی بدبینی یواځی د امریکا مسلمان ټولنی باندی نه محدودیږی او په ټول امریکا کی ۵۲ فیصده ټولنه د هغه څخه بدبینی شکاره کوی.

د ان بی سی نیوز څخه په نقل سره، دونالد ترامپ، د امریکا د انتخاباتو بریالی په داسی حال کی د جمعی په ورځ سپین کاخ ته ځی چی ددی هیواد د رییس جمهورانو ترمنځ ډیر عجیب رکورد ته لاس رسی پیدا کړی دی: په سل کی د هغه عملکرد قبلونه د امریکایانو له لوری د یو تازه وارد سوی رییس جمهور په حیث په کشته ممکنه سطحه کی قرار لری.

د ان بی سی نیوز او وال استریت ژورنال نوی نظر آرزونی شکاره کوی چی ۵۲ فیصده د امریکایانو څخه د ترامپ د عملکرد څخه د قدرت د انتقال په وخت کی ناراضه دی او یواځی د امریکا ۴۴ فیصده وګړی دهغه کړنی تاییدوی، دا په داسی حال کی دی چی یو میاشت مخکی، ۵۰ فیصده امریکایان معتقده وو چی د ترامپ کړنی د قدرت د انتقال په دوره کی مطلوب دی.

د مقایسی په مقام کی، د آمریکایانو رضایت د باراک اوباما د کړنی څخه د ۲۰۰۹ کال په جنوری او دریاست جمهوری قسم نه مخکی ۷۱ فیصده وو. همدارنګه ۷۷ فیصده امریکایان د ۱۹۹۲ کال په دسامبر کی د بیل کلینتون څخه رضایت درلودی.

ددی نظر سنجیو په اساس، یواځی ۲۸ فیصده امریکایان ترامپ ته مثبت لید لری او ۴۸ فیصده خلګ هم منفی لید لری چی د یو نوی رییس جمهور لپاره یو رکورد بلل کیږی.

په هر حال، د سپین کاخ ظاهر سازی بالخصوص د امریکا تصمیم نیونی هر څه چی وی په دی ځل غواړی په یو توپیر لرونکی شخصیت سره خپل مقصدونو ته ورسیږی، نړی او بالخصوص د امریکا په وړاندی رقیبونه په ښه توګه پوهیږی چی د دونالد ترامپ ددی نرمو خبرو تر شاه، ډیر کینه شتون لری چی د امریکا د ضربه خوړلو څخه د روسیی او نور شرقی رقیبانو څخه دی.

د روسیی د خارچی چارو وزارت ویاند آخری اظهارات د لاندی خبرو په اساس، امریکا د ډیرو نظامی ځواکونو په استقرار سره په اروپا کی نوی تسلیحاتی رقابت شروع کوی. دا کار ډیر خراب تاثیر د اروپا پر امنیت باندی ایږدی په داسی ډول سره چی نوی سیاسی او نظامی واقعیت رامنځته کوی او په دی قاره کی د قوو موازنه خرابوی چی کولای سی ډیر اوږد خرابی نتیجی ولری.

امریکا د روسیی سره په خپلو اړیکو کی، د یو مقابله ای کړنی او رویکرد، د سړه جنګ دوران په شان دی. امریکا په اروپا کی د خپلو ځواکونو په مستقر کولو سره او د موشکی تجهیزاتو په پراختیا سره په دی قاره کی او د خپل هسته سلاح د نوی کولو لپاره د ناتو غړو په خاوره کی ادامه ورکوی. امریکایان د میلادی کال جاری میاشت کی زرهی تانکونه چی د څلورو نظامی او دوه زره او پنځه سوره تجهیزاتو د فقرو او نظامی ادواتو څخه جوړ دی په لهستان کی مستقر کړی دی ددی واقعیت شکاره کوونکی دی چی د ترامپ امریکایی دوره او دهغه وروسته، خپل هڅه د نړی د تک قطبی کولو لپاره مصرفوی؛ حتی که دا هڅی په نړی او منطقه کی د نوی بحرانو د رامنځته کیدو لامل هم سی او د ډیر هیوادو او ملتونو د وژل کیدو او تخریب امکانات هم رامنځته کړی.
https://avapress.com/vdceop8zwjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته