دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 118595
د لوګر خلک: شخصي ملکيتونه مو د غصب شويو ځمکو د راګرځولو کمپاين قرباني شوي
ولايتي چارواکي وايي، دوی ټولې هغه ځمکې چې په غير قانوني ډول د خلکو له خوا نيول شوي او حکومتي دي، که هر ډول ودانۍ پرې جوړې شوې وي؛ دوی د فرمان په رڼا کې بېرته ګرځوي.

خو د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دوی شخصي ملکيتونه د حکومت له لوري وران شوي او ورته ويل کيږي چې دا ځمکه يې غصب کړې ده؛ د لوګر ولايت يو اوسېدونکی:

"زه فضل اغا لودين د پايخېلو اوسېدونکو نماينده يم. دغه ځمکه چې پرون تخريب شوې، دا شخصي ځمکه ده، اسناد يې په ټولو ځايونو کې شته؛ اسناد محکمې ورکړي دي، ټول اسناد يې په ارشيف املاکو او هر ځای کې شته؛ بله خبره درته وکړم، زموږ د ځمکو د تثبيت لپاره بيا سروې او کادستر راغلي دي او د کارته مامورين ځمکې يې ازاد بللي چې دولتي ده. دا شخصي ده، حکومتي نه ده."

نوموړی دا هم وايي، که حکومت هر ډول اسناد وغواړي؛ دوی تيار دي چې خپل اسناد حکومت ته ورکړي؛ خو د دوی اسنادو ته نه کتل کيږي او دوی له ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، د دوی شخصي ځمکې د مامورينو کارتې ته څېرمه دي؛ اسناد ورسره دي، خو حکومت د دوی پر ځمکو ولاړې کلاوې نړولې دي او خلک له ستونزو سره مخ دي:

"دا شخصي ځمکه ده، په هغه وخت کې يې تصفيه شوې ده چې والي صاحب عبدالله و؛ شورا د ولايتي او ټول وکيل صاحبان وو؛ دا د اشخاصو او دولت ځمکه جدا شوې؛ د شمال خواته د کارته مامورين څنګ ته، دا شخصي مځکې دي، اسناد موجود دي، او دا د ډېرو غريبو، بېچاره او بې وزلو خلکو مځکې دي او دلته په اساس د مشکلاتو راغلي؛ دلته يې درې بيسوې او دوه بيسوې ځمکې اخيستې او کورونه يې جوړ کړي؛ دا کورنه يې ټولو ته ورچپه کړي دي."

د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال داود احمدي وايي چې دوی د خلکو شخصي ملکيتونو سره کار نه لري؛ خو هغه ځمکې چې په دولت پورې اړه لري، د ولسمشر د فرمان پر اساس ګرځوي او هېڅ چاته هم په دې ځمکو کې د فعاليت اجازه نه ورکوي:

"هغه ځمکې چې غصب شوې دي او اسناد ونه لري؛ موږ په هېڅ وجه هېچاته اجازه نه ورکوو چې هغلته فعاليت وکړي او موږ د دې ۴۵ ګڼې فرمان د تطبيق لپاره موږ شپه ورځ دوام ورکوو."

نوموړی زياتوي، هر هغه څوک که د ځمکو رسمي او رښتیني اسناد لري؛ په مخ کې يې ټوله ولايتي اداره موجوده ده؛ کولای شي ادارې ته خپل اسنادونه وړاندې کړي او وروسته تر تثبيتېدو هغه يې ځمکه ده او هر ډول استفاده چې ترې کوي کولای یې شي؛ خو پرته له هغه دوی چاته اجازه نه ورکوي چې له دې ځمکو استفاده وکړي.

د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ د ولسمشر اشرف غني د ۴۵ ګڼې فرمان پر اساس په داسې وخت کې پيل کيږي چې په ټول افغانستان کې د چارو د کارپوهانو په خبره چارواکو د حکومت ډېره ځمکه غصب کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdceov8znjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته