دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 108893
وسله والو د کابل ـ غزني پر لویه لاره د یوې مېرمنې په ګډون ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په هفت اب سیاب سیمه کې وسله والو د ملکي وګړو پر موټرو ډزې کړي،چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي او ۲ نور ټپیان دي .

ټپیان،چې یوې د درملنې په موخه غزني ولایت او بل یې مرکز میدان ښار ته لیږدول شوي دي،روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې وسله والو پر هغو ۳۰۳،مازده او هینو ډولو موټرو ډزې وکړې،چې له کابل څخه غزني ولایت ته روان وو.

په دغه پېښه کې د شهیدې شوې مېرمن نهه کلن زوی یواځینی کس دی،چې له پېښې ژوندی پاتې دی .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې،شهیدانو ته یې جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .

ده امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې،چې د یادې پېښې عاملین دې ژر تر ژره معلوم او د قانون منګولو ته دې وسپاري .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceov8zxjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته