دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 152399
د کامپیوتر ساینس دیپارتمنت په کامپیوتر زده کړیز مرکز بدلیدو لپاره د بامیان زده کوونکو دفاع
د بامیان ځینی زده کوونکی، ددی لپاره چی د کامپیوتر ساینس دیپارتمنت و کامپیوتر زده کړیز مرکز باندی بدل سوی دی، تحصن باندی اقدام کړی دی او د عالی زده کړو وزارت ددی فیصلی لغوه کیدو غوښتونکی سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا زده کوونکی چی شمیر یی ۱۰۰ تنوته رسیږی د یو تحصن په لاره اچولو سره، د مرکزی او سیمه ایز چارواکو څخه ددی فیصلی لغوه کیدو غوښتونکی سو او هشدار ورکوی چی ترڅو چی دولت د هغوی غوښتنو ته توجه ونه کړی خپل تحصن ته ادامه ورکوی.

حسین موحدی، د کامپیوتر ساینس دیپارتمنت څلورم صنف زده کوونکو څخه واییة هغه درسی کریکولم چی موږ لپاره تطبیق سوی دی د مرکز او نورو ولایاتو کمپیوتر ساینس دیپارتمنت کریکولم سره مشابهت درلود او ددی دیپارتمنت تنزول زده کوونکو ته د قبول وړ نه دی.

فاطمه رضایی، ددی دیپارتمنت یو بل زده کوونکی وایی: ددی پرځای چی دا دیپارتمنت په پوهنتون باندی بدل سی او ارتقا وکړی په یو زده کړیز مرکز باندی بدل سوی دی.

د بامیان پوهنتون مشر معصومه خاوری وایی چی ددی دیپارتمنت بدلیدل کامپیوتر زده کړیز مرکز باندی د هیواد یو سراسری امر وو او یواځی د بامیان پوهنتون نه دی چی دا کار ورباندی تطبیقیږی.

آغلی خاوری زیاته کړه، موږ دا مکشلات د لوړو زده کړو وزارت مقاماتو سره شریک کړی دی او هغوی وعده ورکړی دی چی نوی جذب سوی زده کوونکو څخه په استثنا، دوهم او دریم او څلورم صنفونو زده کوونکو ته تحصیلی اسناد د کامپیوتر ساینس له مخی ورکړی.

دا په داسی حال کی دی چی دوه اونۍ مخکی بامیان ځینی زده کوونکی، ددی پوهنتون څو دیپارتمنت علمی کادرونو بستونو کمبودی له امله لاریونونو ته اقدام کړی وو.

https://avapress.com/vdceow8zojh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته