دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۵۷
د مطلب کود : 133994
د بډو د اخیستو په تور په څه باندې دوه کلونو بند د یوه پوځي څارنوال محکومېدل
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په خپلې دویمه علني غونډه کې، یو پوځي څارنوال یې د ۵۰ زره افغانیو د بډو په تور په ۲ کلونو او ۶ میاشتو بند محکوم کړ. اخوا تورن څارنوال عبدالحی جرأت او مدافع وکیل یې دغه دوسیه دسیسه ګني، خو د درنو جرمونو د څېړنو لومړنۍ ځانګړې محکمې،د هغه ویډیو پر بنسټ چې د هغه د نیول کېدو پر مهال ثبت شوي وو،دغه څارنوال یې په ۲ کلونو او ۶ میاشتو بند محکوم کړ. څارنوال عتیق الله وویل:«بل فعله نیول،د ګین جېب څخه یې چې په مهارت سره یې لیرې غورځول او د نیولو پر مهال د بڼ له شاو خوا څخه پیدا کېږي.» تورن عبدالحي جرأت هم څرګنده کړه:«څارنوال صېب ادعا کوي چې له پیسو سره نیول شوی یم،په داسې حال کې چې زما او د ترلاسه شویو پیسو ترمنځ څو مټره واټن وه او پیسې نه زما له کاري مېز،نه مې له جېبه او نه هم له لاسه مې اخیستل شوي دي.» په پایله کې قضايي پلاوي د ټولو دوسیو په څېړلو سره په دې اړه د محکمې پرېکړه اعلان کړه. د درنو جرمونو د څېړنې د ځانګړې لومړنۍ محکمې رییس شیر آقا منیب څرګنده کړه:«ته عبدالحي د عبدالشکور زوی د بډو د اخیستو په تور د جزا د قانون د ۲۵۵ مادې په سمون کې،د څارنیزو ولخو له پیل څخه (د ۱۳۹۵ کال د ۷/۲۹) د دوه کلونو او ۶ میاشتو په تنفیذي بند او د ۵۰ زره افغانیو پر ورکړې مو محکوم کړې.» په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې له اداري فساد سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې پر ۵۰ نورو دوسیو کار روان دی. ښاغلي رسولي زیاته کړه:«له هغو پېښو څخه چې په بېلابېلو ادارو پورې تړاو لري،کار یا د څېړنې پلاوي پر هغو دوسیو چې د کورنیو چارو،دفاع،مخابراتو،روغتیا وزارتونو او د برېښنايي پېژندپاڼو ادارې پورې اړوندې دي کار پیل کړی دی.» دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو پر بنسټ ټولو هیله درلوده چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز به په لومړۍ علني غونډه کې د مېلیونونو ډالرو د اختلاس دوسیې وڅېړي، خو د دغو دوسیو د څېړل کېدو ځنډ د دغه مرکز د کړنو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي دي.
https://avapress.com/vdceox8zejh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته