دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 141490
ولسي جرګه د بلخ حملې په تړاو د دفاع وزارت چارواکي استجوابوي

د افغانستان ولسي جرګه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خونړۍ حملې په تړاو د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د دفاع وزارت چارواکي استجوابوي.

د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پریکړه نن د ولسي جرګې د رئیسانو په کمېټه کې شوې ده.

نوموړي وویل: "د رئیسانو په کمېټه کې نن پریکړه وشوه چې د چهارشنبې په ورځ به د دفاع وزیر، لوی درستیز، د شاهین قول اردو قوماندان او کشفي او استخباراتي چارواکي استجوابوو."

د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په بلخ کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې حمله وکړه چې د چارواکو په وینا ۱۴۰ تنه په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8z7jh8eei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته