دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 101197
بدخشان: د تصفیوي عملیاتو پر مهال پنځلس وسله وال مخالفین وژل شوي
په بدخشان کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال پنځلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي ازادۍ راډیوته وویل، چې دا وسله وال د تیرو دوو ورځو راپدېخوا په وردوج ولسوالۍ کې د برمته شوو پولیسو د راخوشې کولوپه هدف د پيل شوو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
احمدزي زیاته کړه، چې په وژل شوو وسله والو کې چیچنیايي او د ازبکستان د جندالله ډلې وسله وال هم شامل دي.
هغه وویل، چې عملیات اوس هم دوام لري او هڅه کیږي چې د وسله والو مخالفانو له خوا برمته شوي پولیس وژغورل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceoz8zfjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته