دخپریدو نیټه :شنبه ۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 131095
د سولی مهم مخکنی خبری داسلامی حزب سره!
دافغانستان دوحدت ملی حکومت او دحکمتیار داسلامی حزب ترمنځ یو توافقنامه امضا سوی دی چی دهغه په اساس داسلامی حزب مشر کابل ته راځی، دافغانستان قانون او مقررات قبلوی.

دافغانستان دوحدت ملی حکومت او دحکمتیار داسلامی حزب ترمنځ یو توافقنامه امضا سوی دی چی دهغه په اساس داسلامی حزب مشر کابل ته راځی، دافغانستان قانون او مقررات قبلوی.
طبیعی خبره دی چی داسلامی حزب سره توافقنامه دمختلفو عکس العملوسره یو ځای دی؛ ځکه چی داسلامی حزب دافغانستان دخلګو په ذهنو کی بدی خاطری پریښی دی. خو ځینی دا هوکړه لیک یو عطفی نقطه دافغانستان په پنځه لس کلن تاریخ کی بولی او د سولی دشورا لپاره یو بری بولی.
خو ځینی سیاسی تحلیل ګران او مدنی نهادونه، داسلامی حزب یو ځای کیدل نه دا چی یو مثبته نقطه نه بولی بلکی دسولی په روند کی یو شکاره شاتګ بولی او پیشبینی کوی چی دحکمتیارداخلیدل په کابل کی، نه داچی دهیواد وضعیت ښه والی نه پیداکوی بلکی شکاره شاتګ به ولیدل شی؛ ځکه ګلبدین حکمتیار دجنګ سالارانو له جملی څخه دی چی لاس یی دافغانستان دخلګو بالخصوص دکابل دخلګو په وینو لړلی دی او هغه ددی پر ځای چی دخپلو جنایاتو په مقابل کی محاکمه سی او دخپلو بدوعملو بدله ورکړی دډیرو امتیازاتو په کسب سره کابل ته راځی او دوحدت ملی دحکومت په څنګ کی دریږی.
له بله خوا ګلبدین په اوسنی شرایطو کی نه دنظامی توان څخه برخمن دی چی دهغه راتګ دطالبانو خشونت کم کړی او نه دسیاسی وزن درلودونکی دی چی وکولای سی دسولی پر روند مثبته اغیزه وکړی.
په همدی دلیل دهغه راتګ دافغانستان په اوضاع باندی به کوم تاثیر ونه لری او یواځی دهغه راتګ به دوحدت ملی دحکومت لپاره یو اعتماد پر نفس وی.
که څه هم دحکومت دسولی تفاهم نامه داسلامی حزب سره دډیرو انتقادو سره مخ دی، خو ګمان پر دی دی چی دحکمتیار سره سوله دمجبوری له امله سوی دی چی دهغه څخه ځینو ته اشاره کولای سو.
یو، دافغانستان تیر او اوسنی حکومتونه همیشه تلاش کړی دی چی دطالبانو صفونه تضعیف کړی او دهغه دتعداد څخه کم کړی، په دی اړه ځینی نهادونه هم منځته راوړی دی چی ډیر خرڅ یی پرځان ګاللی دی.
دا سیاست په دی معنی دی چی دمسلحو او مخالفینو تعداد کم کړی او هغوی دحکومت سره ویوځای کیدو ته وهڅوی.
دسولی عالی شورا دمهمو نهادونو څخه دی چی په دا برخه کار کړی دی او دطالبانو دجزب لپاره ډیر تلاشونه کړی دی. دا نهاد کامیاب وو که نه، خپله ددقت وړدی. هغه څه چی مهم دی دادی چی دحکومت کلی سیاست په دی اساس جوړسوی دی چی دطالبانو تعداد کم کړی. دحکمتیار سره سوله هم په همدی وجه ترسره سوی دی او دحکومت نیت او قصد دا وو چی دطالبانو تعداد کم او هغوی ضعیف کړی.
دوه؛ حکومت همیشه تلاش کړی دی چی دطالبانو مشران دمذاکری پر میز کښینوی خو دا کوششونه کامیابی ته نږدی نه وو او حکومت نه دی توانیدلی دا مهم امر ته لاس رسی پیداکړی، هغه څه چی تراوسه دسولی دعالی شورا پواسطه ترسره سوی دی دادی چی دطالبانو څخه لږ کسان جذب سوی دی او دهغه غیر حضوری دطالبانو پردینی مشروعیت او سیاسی وجهی باندی کوم تاثیر پرځای نه پریږدی.
خو حکمتیار دهغو کسانو څخه چی دهغه منفی عملونه دتیرو وختو څخه دښه نوم خاوند دی چی دهغه حضور دافغانستان دحکومت ترڅنګ کولای سی دطالبانو مشروعیت ترسوال لاندی راولی او دحکومت له غاړی څخه دمنفی عملو ځینی برخی لیری کړی.
لذا دحکمتیار یوځای کیدل دجنګ دختمیدو په معنی نه دی؛ خو همدا چی دهغه یوځای کیدل دحکومت سره دطالبانو مشروعیت تر سوال لاندی راولی، خپله دسولی په لاره کی یو لوی ګام بلل کیدای سی.
دری، ځینی په دی عقیده دی چی دحکتیار یوځای کیدل دافغانستان دحکومت سره دخشونت په کموالی کی به کوم رول نه لری. دا عقیده لرونکی دا نقطه په نظر کی نه دی نیولی چی داحکومت دځینو ضعفونو په شتون تر اوسه دمخالفانو په مقابل کی مقاومت کړی دی او ډیری مناطق دمخالفانو دتهاجم څخه ساتلی دی.
ښاغلی حکمتیار به په داسی حالاتو کی افغاستان ته واردیږی چی نظامی وسایل او اسباب به ونه لری او دافغانستان حکومت دهغه امنیت تامینوی او دهغه دژوند خرڅ ورکوی هغه دافغانستان دحکومت دتسلط لاندی به وی او دهغه سیاسی فعالیتونه به هم دافغانستان دقوانینو په اساس محدودیږی، نو حکمتیار به دجنګی عملیاتو لپاره ډیر توان ونه لری.
امکان لری څو ورځی دتوجه وړوګرځی خو کوم کار به ونه سی کړای او دنظرو څخه به هیڅته سی او دنورو طالبانو درهبرانو په شان چی دحکومت سره یوځای سوی دی دهغه اهمیت به هم لږ سی.
څلور؛ بله نقطه چی پر هغه باندی انتقاد کیږی دادی چی هغه دپاکستان داستخباراتو دسازمان سره اړیکی لری او څنګه پرهغه باندی اعتماد کولای سو؟
که څه هم دا واقعیت دسترګو څخه نه سو لیری کولای، خو په دی صورت کی به دوه لاری دافغانستان حکومت ته پاته وای، یا داچی ښاغلی حکمتیار خپل حالت ته پریښودل سوی وای چی دپاکستان استخباراتو ته خدمت کړی وای او خپل مسلح نقش ترسره کړی وای او یا داچی هغه محدود کړی وای او دهغه عمل ترکنترول لاندی راوړی وای.
دا مهمی مسئلی دی چی دحکمتیار سوله موجه کوی او دهغه څخه انتقادونه لږوی.
خو داچی راتلونکی به څنګه شکل ونیسی او کوم روند به ترسره سی، بیله شکه دافغانستان دقدرت دبازیګرانو په لاس کی دی.

https://avapress.com/vdceoz8znjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته