دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 100864
په غور ولایت کی د ۱۴ کسانو په شهادت رسولو د سازمانده نیول!
ترهګرې ضد فعالیتونو په دوام کې دملي امنیت د لوي ریاست منسوبنیو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې:

1. یو تن ترهګر په نوم د جان محمد چی د قوماندان فاروق او ملا علاءالدین ترهګرو ډلو ته یې د غور ولایت د مرغاب په دره کې له پاکستان څخه غور ولایت ته د مالې امکاناتو د انتقال او د پوځی البسی د برابرولو مسوولیت په غاړه درلود ونیول شو.
نوموړي اعتراف کړی چې ۳/۵/۱۳۹۳ کی د طالبانو د تش په نامه والی په لارښوونه ۱۴ تنه زموږ بی ګناه هیوادوال د غور ولایت د جرنیک سیمی د بادګاه په کلی کی په بی رحمانه توګه وژلی وو. او د ۱۳۹۳ کال د تلی میاشتی په دوهمه نیټه یی د وانر په نامه د یو المانې توریست او د هغه د موټر چلونکي په وژنه کې یی هم لاس درلود.

2. د یو ۷ کلن ماشوم په ګډون ۳ تنه هیوادوال چی د هغوی له کورنیو څخه د پیسو د تر لاسه کولو په موخه د فراه ولایت له اړونده سیمو څخه د انسان تښتوونکو له لوری تښتول شوی وو د ملی امنیت دلوی ریاست منسوبینو له خوا د تښتونکو له منګلو څخه خلاص او د فراه ولایت د والی په وړاندی له خپلو خپلوانو سره یو ځای شول.

3. د هلمند ولایت له اړوندو سیمو څخه یو ماین خښونکۍ ترهګر له ۱۰ کړیو د وسایطو ضد ماینونو او ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو سره یو ځای نیول شوی دی.

4. د کابل ولایت له اړوندو سیمو څخه د یوتن تاجکستانی په ګډون۴ تنه ترهګر د BM1 توغندی له۱۰ فیرو مرمیو سره ونیول شو.

5. د خوست ولایت په اړوندو سیمو کې ۶ تنه ترهګر له یو اندازه وسلو او مهماتو سره یو ځای ونیول شول.

6. د بغلان ولایت له اړوندو سیمو څخه یو ترهګر د یو میل کلاشینکوف، ۴ میلو تفنګچو، ۳۰۰ فیرو د پیکا مرمېو، ۴۶۰ فیرو د میکاروف مرمېو او ۱۱ فیرو د آر پی جی راکټ انداز له مرمیو سره ونیول شول.

تر هګر او دافغانستان د ولس دښمنان دي په دې پوه شی چې په هیڅ ځای کې به په امان کې پاتی نه شي او ډیر ژر به د ملي امنیت لوي ریاست د باشهامته منسوبینو له خوا د قانون منګلو ته وسپارل شی
https://avapress.com/vdcep78zejh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته