دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 104860
طالبانو له چینايي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي
تاند- وسله والو طالبانو چین ته یو پلاوی لېږلی او د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
افغان اسلامي اژانس وايي چې له دې موضوع خبرو سرچینو ورته ویلي چې د قطر د دفتر د یوه غړي قاري دین محمد په مشرۍ د طالبانو پلاوي له چینايي مامورینو سره لیدلي دي.
اژانس وايي چې سرچینې د دغو خبرو د نتیجې او جزییاتو په اړه څه ونه ویل خو د طالبانو د ډلې یوه بل غړي ورته وویل چې د دې سفر هدف دا و چې چینایانو ته د «اسلامي امارت» دریځ روښانه کړي.
ده همداراز وویل چې د طالبانو پلاوي د نوومبر د میاشتې په وروستیو کې، چې چین د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د سولې او پخلاینې د غونډې وړاندیز وکړ، دغه هیواد ته سفر وکړ.
د چین له لوري د سولې په پلان کې د افغانستان، پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د غونډې وړاندیز شوی دی.
افغان چارواکو تراوسه پوري د چین د وړاندیز په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو راپورونه وايي چې پر دغه پلان د استانبول د بهیر د غړیو هیوادونو په غونډه کې خبرې شوې وې.
کتونکي وايي، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د سولې لپاره لار اواره شوې ده خو شرط دا دی چې د سیمې هیوادونه هم دې ته تیار شوي وي چې سوله ییز افغان یې په خیر دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepe8z7jh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته