دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 95526
د افغانستان د بیا رغاونې په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو خاص پلټونکي جان سپکو وړاندیز کړی چې؛ د افغانستان هوایي ځواک ته دې د امریکا د حکومت له خوا د باروړونکو الوتکو ورکول وځنډول شي.
سیپکو وایي، افغان هوایي ځواک د امریکا نورو C-130 الوتکو ته چې بیه یې سل میلونه ډالره ده، ممکن اړتیا ونه لري.
د امریکا پوځ افغانستان ته دوې C-130 باروړونکي الوتکې ورکړي او دوې نورې په پلان کې وي چې؛ د هوايي ځواک په واک کې یې باید ورکړي وای.
جان سپکو د جولای په لسمه د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل او نورو پوځي چارواکو ته په یوه لیک کې لیکلي چې؛ افغان هوایي ځواک ممکن له دې الوتکو څځه پوره ګټه وانه خلي. ده ویلي، افغانستان ته د یوې الوتکې په نه استولو به د امریکا مالیه ورکوونکي څلویښت نیم میلونه ډالره وسپموي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepn8o.jh8nwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته