دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 98686
محسني: د رایو د ۹۴ باطل شویو له محلونو څخه یوه اندازه رایې بااعتباره وګڼل شوی
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون نن د رایو د ۹۴ باطل شویو محلونو له ډلې د یوه محل ټولې او د پنځو نورو یوه اندازه رایې با اعتباره وګڼلې.
د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني د شکایتونو د څیړلو په علني غونډه کې وویل؛ دا هغه محلونه وو، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرې تېره اوونۍ پریکړه کړې وه.
له دې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څیړنو په شپږو علني غونډه کې د ۴۹۷ محلونو ابطال تایید کړی و او د ۱۷ نورو رایې یې د اعتبار وړ بللې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepp8o.jh8vvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته