دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 126163
ایټالوي پولیسو افغان پناه غوښتونکی د ترهرګریزو بریدونو په تور نیولی
د ایټالیا پولیسو یو افغان پنا غوښتونکی په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو د هوډ په تور نیولی دی.
د ایټالیا پولیسو یو افغان پنا غوښتونکی په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو د هوډ په تور نیولی دی.
پولیس وايي ددغه کس دوه نور ملګري تښتیدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي. ویل کیږي د حکیم نثاري په نوم دغه ۲۳ کلن افغان هلک په باري ښار کې یوه هوايي ډګر ته څیرمه د پنا غوښتونکو په پنډغالي کې اوسیده، او پلان یې درلود، چې له خپلو ملګرو سره په ایټالیا او لندن کې پر هوايي ډګرونو، د پولیسو پر موټرونو، سپورتي لوبغالو، هوټلونو، پلورنځایونو او نورو عامه ځایونو بریدونه وکړي.    

https://avapress.com/vdcepp8zxjh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته