دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 95896
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د آلمان د دفاع له وزيرې سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د آلمان د دفاع له وزیرې، اورسلا وان دېرلېن سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او آلمان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو پردوام، له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون، د ناټو د حضور پردوام، د امنیتي مسوولیتونو د انتقال، د افغانستان د انتخاباتو او د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې.
د آلمان د دفاع وزيرې افغانستان ته د خپل سفر په اړه جمهور رئيس حامد کرزي ته معلومات وړاندې کړل.
د آلمان د دفاع وزيرې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو او روغتیا په برخو کې د تېرې یوې لسيزې د پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او هغه يې وستايل. نوموړې د افغانستان جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ چې آلمان د افغانستان دوست هېواد دی او خپلو همکاريو ته به په مختلفو ساحاتو کې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکړي.
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي وویل چې آلمان د افغانستان دوست هېواد دی او دا تاریخ ثابته کړې ده. جمهور رئيس زیاته کړه چې د افغانستان خلک له آلمان سره پر خپلې دوستۍ خوشحاله و او خوشحاله دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepv8o.jh8noi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته