دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 138269
کابل د تېرې ورځې د برید د پلان په اړه د پاکستان تورونه رد کړل
افغان حکومت په پاکستان کې د تېرې ورځې د برید په اړه چې ګواکې دغه برید د افغانستان له خاورې څخه پلان شوی د پاکستان تورونه رد کړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، ولسمشر غني وایي په یوې بیانیه کې وايي چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل صداقت ښودلی خو پاکستان باید په خپله خاوره کې د ترهګرو امن پټن‎ځایونه له منځه یوسي.
اخوا د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح په پاکستان کې د دې ډول پېښو ترسره کېدل د پاکستان د له خوا د ترهګرو د روزلو له امله بولي.
پاکستان د دغه هېواد په سند ایالت کې د تېرې ورځې د مرګوني برید په غبرګون کې، د تورخم او سپین بولدک دروازې د تګ راتګ په مخ تړلي دي، او اعلان یې وکړ چې دا برید د افغانستان په خاوره کې طرحه شوی او د بهرنیو عناصرو په ملاتړ شوی دی.
پاکستان د بهرنیو عناصرو نومونه نه دي اخیستي خو د دغه برید په غچ اخیستو ټینګار کوي.
له دې سره جوخت د پاکستان پوځ په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت چارواکي د اعتراض د وړاندې کولو لپاره ورغوښتي وو او د ۷۶ ترهګرو نومونو په ورکولو سره یې له افغان حکومته غوښتي ترڅو دا ترهګر دوی ته تسلیم کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وویل:«افغانستان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې د سیمې او یا ګاونډي هېواد پر ضد استفاده وشي او په همدې کچې موږ هم تمه لرو چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم ترهګرو ډلو ته د اډې او د ځالو اجازه ور نه کړي.»
د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د تور لګولو پر ځای په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې وتړلي.
د هېواد د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح په دې اړه زیاته کړه:«پاکستانیانو په تېرو ۱۶ کلونو کې مرزي کرښې یې دومره ناامنه او زیامنې او د ترهګرو د تګ راتګ لپاره جوړې کړې دي چې اوس د دغو برخو په ځينو سیمو کې هېڅوک حاکمیت نه‎لري.دویم دا چې پاکستانیان اړتیا لري چې د یوه بهرني دښمن په ښودو سره د ضرب عضب عملیاتو حیثیت بېرته اعاده کړي،درېیم د دې احتمال زښت زیات دی چې پاکستان زموږ په خاوره برید وکړي او موږ باید دا جدي وګڼو.»
ښاغلی صالح پاکستان د ترهګروځاله بولي.
هغه زیاته کړه:«موږ نه تورن یوو او نه هم ګناه کار،نه ګرم یو او صفايي ته هم اړتیا نه لرو.پاکستانیان پوهېږي چې د ټولو بدبختیو ریښه یوه ټکي ته راګرځي چې هغه ټکی عبارت دی له ترهګرو او تندرلارو ډلو څخه په سیمه کې له نیابتي استفادې څخه،او په ۴۰ وروستیو کلونو کې د دغو ډلو روزنیز مرکز پاکستان دی. »
که څه هم چې د پاکستان د سند ایالت د لعل شهباز قلندر په زیارت کې د برید مسؤولیت داعش ډلې منلی، خو د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار د هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په ټلېفوني اړیکه کې دا کار د جماعت الحرار ډلې چې د پاکستاني طالبانو یوه برخه ده کار بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې سرتاج عزیز محمد حنیف اتمر ته ویلي دي چې کابل د ترهګرو په له‎منځه وړو کې د اسلام آباد مکررو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.
https://avapress.com/vdcepv8zojh8xwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته