دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 118469
په مصر کې د روسیې د غورځېدلې الوتکې په اړه تحقیقات روان دي
چارواکي وایي چې د الوتکې ډېری سورلۍ روسان وو. د مصر صدراعظم شریف اسماعیل چې د پېښې ځای ته ورغلی و؛ وویل چې دا ډېره سخته ده چې تر هغو د پیښې علت معلوم شي چې د الوتکې تور بکس نه وي موندل شوی.

د مصر د صدراعظم دفتر مخکې ویلي وو چې د الوتکې تور بکس یې موندلی او د تحقیقاتو لپاره یې څېړونکو ته سپارلی دی.

د مصر صدراعظم بیا وویل چې یوه ډله څېړونکي له روسیې څخه راځي:

"یوه تخنیکي ډله به د الوتکې د غورځېدلو سیمې ته ورشي او تحقیقات به پیل کړي. طبیعي ده چې د روسیې له سفیر سره په دې اړه ارتباط شته او همکاري روانه ده."

د روسیې د کوګالیماویا هوایي چلند دغه الوتکه چې د مصر له شرم الشیخ څخه الوتې وه او سنټ پیټرزبورګ ته تېره ورځ روانه وه؛ د عریش د ساحلي ښار او د حسنه ښارګوټي تر منځ په غرنۍ سیمه کې راوغورځېده.

په مصر کې د اسلامي دولت ډلې مربوط یوې ډلې په ټویټر کې ادعا کړې ده چې دا الوتکه دوی ویشتلې ده؛ خو د روسیې د ټرانسپورټ وزیر دا خبره رد کړه.

ماکسیم سوکولوف وویل، دا ادعا سمه نه ده، ځکه چې په مصر کې چارواکو داسې معلومات نه دي ورکړي او اشاره یې هم نه ده ورته کړې.

ماکسم سوکولوف زیاته کړه: "په اوسني وخت کې، په رسمي ډول دا ممکنه نه ده چې هغه معلومات تایید شي چې دا الوتکه غورځېدلې ده. تر اوسه یوازیني رسمي معلومات د حکومتونو دا دي چې د غورځېدلو سیمه چېرته ده؛ یا د رادار د ورکېدو ځای کوم دی.

د دغو معلوماتو له مخې د الوتکې ارتباط قطع شوی او هېڅ سیګنال یې نه دی ورکړی. نو دا یوازیني معلومات دي چې د اوس لپاره یې تایید کولی شو."

د مصر د هوایي چلند وزارت وایي؛ ایربس A320 الوتکه د اکتوبر په یو دېرشمه نژدې درویشت دقیقې وروسته تر دې چې والوته له راداره ورکه شوه. مصري چارواکي وایي، په دې الوتکه کې ۲۱۷ مسافر، د ۱۷ ماشومانو په ګډون سپاره وو او په کې اووه تنه عمله وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcepv8zojh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته