دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود : 118568
لغمان لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي امين جان کوچی د خپلو دوو تنو محافظينو سره په ننګرهار کې ونيول شو
دملي امنيت عمومي رياست منسوبينود ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د لغمان ولايت لپاره د وسله والو طالبانو لخوا نومول شوی والي امين الله کوچی له دوه تنه ساتونکو سره و نيول شو.
نوموړی یوه میاشت مخکې د پیښور څخه لغمان ولایت ته د یو شمېر تخريبې کړنو لپاره راغلی و چې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو په سيمه کې ونيول شو.
امين جان کوچی لس کاله کېږي چې د خوست، مزارشريف او لغمان ولایتونو لپاره یې د وسلوالو طالبانو د لوري د نومول شوي والي په توګه دنده تر سره کړې ده. چې د خپلو تروريستي فعاليتونو په لړ کې یو شمېر بې ګناه هېوادوال په شهادت رسولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepv8zvjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته