دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 142868
چارواکي: کندهار کې د طالبانو جلب او جذب مسئول نیول شوی

د افغانستان په سویل کندهار ولایت کې د طالبانو جلب او جذب مسئول د افغان امنیتي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې نیول شوی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، سیمه امنیتي چارواکي په کندهار ولایت کې وایي، چې د طالبانو جلب او جذب مسئول چې اختر نومیږې د شنبې په شپه په کندهار ښار کې نیول شوی.

د کندهار امنیه قوماندانی ویاند ضیا دراني وایي، اختر محمد تیره شپه شاوخوا ۹ بجې په کندهار ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

هغه زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو یو بل غړی چې په چریکي بریدونو کې بوخت وو هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

کندهار د افغانستان په سویل کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepw8zvjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته