دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 132463
د قهرمیوند عملیاتو په ترڅ کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون ۳۸ مخالفین وژل شوي
دهلمند ولایت چارواکی واي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د «قهرمیوند» عملیاتو په دویمه ورځ د یو طالب قومندان په ګډون ۳۸ وسلوال وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند د والي مطبوعاتي دفترنه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلی، د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات په بیلا بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو هوايي بریدونو او نښتو کې رامنځته شوي دي. خبرپاڼه زیاتیو، امنيتي او دفاعي ځواکونو تیره شپه د بولان په مربوطاتو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې دوه ويشت تنه وسلوال وژلي او اوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. سرچنیو واي، په وژل شويو وسلوالو کې طالب قومندان «ملا مجاهد» هم شامل دى، چې د خپلو نهو تنو وسلوالو سره لمنځه تللى دى. په خبرپانه کي راغلی، په همدې حال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو کمین برید کې اتلسو تنو دولت مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
https://avapress.com/vdcepw8zxjh8xei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته