دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 113464
کاناډا تروریستی حمله چی دافغانستان دپارلمان څخه بهر ترسره شوه په کلکه غندی

 راب نیکولسن، دآبشار نیاګارا له سیمی څخه ټاکل شوی استازی او دکاناډا دبهرنیو چارو وزیر [پرون] لاندی بیانیه صادره کړه.
کاناډا هغه تروریستی حمله چی په تیره ورځ کی دافغانستان دپارلمان څخه بیرون ترسره شوه په کلکه غندی.

زه دکاناډا دخلکو په استازیتوب، خپل ژور دخواخوږی پیغام دهغی ښځی او ماشوم کورنیو ته وړاندی کووم چی پدی وحشتناکه حمله کی ووژل شول او ددی حادثی ټپیانو ته د عاجلی روغتیا غوښتونکی یم.
داسی حملی دافغانستان دخلکو پر وړاندی او دهغو کسانو پروړاندی چی دافغانستان ددیموکراتیکی راتلونکی لپاره پدی هیواد کی هڅه او کارکوی، دطالبانو ښکاره بی پروایی ښایی.

لکه څنګه چی دافغانستان دولت دسولی، سوکالی او ټولو افغانانو ته دنیکبختی درامنځته کیدو په موخه هڅه کوی نو دتروریزم سره دمبارزی په هراړخ کی کاناډا دافغانستان ددولت سره پخپلو مرستو باندی متعهده ده.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepx8zejh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته