دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 89488
ننګرهار: په یوه مازده موټر کې په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ویلي؛ چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریاست کارمندانو د مخکینۍ اطلاع پر اساس نن د سرخرود ولسوالۍ د بهاولۍ په سیمه کې په یوه مازده ډوله موټر کې شپږ اویا کیلوګرامه تریاک او شپږ کیلوګرامه هیروین، چې په یاد موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پرځای کړي وو؛ نیولي دي.
مشرقي وال وايي، د دې نشه يي توکو په تړاو یو تن، چې د کندهار ولایت اوسیدونکی دی؛ هم نیول شوی دی، چې اوس يې قضيه تر څیړنې لاندې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceve8v.jh8ovi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته