دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 104987
کمېرون په اروپايي ټولنې کې د بریتانیا پاتې کېدل ګټور بولي

د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کمېرون غواړي چې په اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد د غړیتوب په اړه یوه ټولپوښتنه وکړي.
کمېرون پرون وویل، دی غواړي په انتخاباتو کې د بریا په صورت کې په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د غړیتوب د برخلیک په اړه له ۲۰۱۷ کال مخکې د برتانویانو رایې واخلي:
"ټولپوښتنه باید د ۲۰۱۷ کال له پای ته رسېدو مخکې ترسره شي. که موږ دا کار له دې مخکې وکولای شو؛ ډېر به خوښ شم. څومره ژر چې زه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب او ټولپوښتنې پر ژمنه عمل وکړم هومره ښه ده."
ډېوېډ کمېرون د راروانې مې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې په خپل محافظه کار ګوند کې دننه د هغې ډلې تر فشار لاندې دی چې په اروپايي ټولنه کې د برتانیا د غړیتوب مخالفت کوي.
همداراز په عامو برتانویانو کې د اروپايي ټولنې د یوه مخالف ګوند محبوبیت هم په زیاتېدو دی؛ خو کمېرون ژمنه وکړه چې له اروپايي ټولنې سره د اړیکو په اړه به خبرې اترې وکړي او زیاته یې کړه چې دا اړیکي د برتانیا په ګټه دي:
"راځئ یوه خبره واضحه کړو. په سیاست کې هغه څه چې غواړې ترلاسه کړې باید تشریح یې کړې او څه چې زه یې د خپل هېواد برتانیا لپاره غواړم؛ دا دي چې په اروپايي ټولنه کې باید اصلاحات راشي؛ څو زموږ لپاره ښه شي او بیا دا چې موږ په اروپايي ټولنه کې پاتې شو؛ ځکه موږ تجارتي اړیکو ته اړتیا لرو او دا مارکېټونه باید پرانیستي وي. موږ په نړۍ کې دا نفوذ غواړو او دا د برتانیا په ګټه ده."
د کمېرون د اصلاحاتو په پلان کې په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو د مادي امتیازاتو کمول شامل دي؛ خو د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل چې ټاکل شوې په روانه اونۍ کې له کمېرون سره کتنه وکړي؛ په ډاګه ویلي چې د کارګرانو د آزادنه تګ راتګ ځپلو ته به اجازه ورنه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceve8zfjh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته