دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 134588
د انتخاباتو کمیسیون او یو سخت کاری فصل
د انتخاباتو د نوی کمیسیون د لومړی کاری ورځ کی، ددی کمیسیون اداری غړی او رئیس انتخاب شول.
ملیحه حسن؛ د انتخاباتو د کمیسیون غړی وویل چی نجیب الله احمد زی د کمیسیون د غړو په رای سره د رئیس په عنوان او وسیمه بادغیسی د کمیسیون د عملیاتی معاون په عنوان انتخاب شول.
د آغلی ح سن په وینا، عبدالقادر قریشی د مالی او اداری معاون په عنوان او ګلا جان بدیع صیاد د کمیسیون د دبیر په عنوان انتخاب شول.
سرور دانش؛ د ریاست جمهوری دوهم معاون تیره ورځ د انتخاباتو د نوی کمیسیون د غړو د معارفو کولوپه لړ کی، وویل چی انتخابات یو لوی ملی محکمه ده او د هر هیواد اوسیدونکی په خپل رای پر قضاوت کشینی.
هغه همدارنګه د انتخاباتو د کمیسیون څخه وغوښتل چی د وخت د بی ځایه کولو بغیر په کار شروع وکړی.
په قوانینو او انتخاباتی کمیسیونونو کی اصلاحات د ملی وحدت د حکومت د توافقنامی د موادو څخه دی چی په ۲۰۱۴ کال کی د د پراخی تقلب کاریو په ادعا سره د هغه کال د ریاست جمهوری د انتخاباتو په لړ کی د امریکا په میانجیګری سره د عبدالله او اشرف غنی ترمنځ رامنځته شول.
کارپپوهان وایی چی اوس د انتخاباتی اصلاحاتو په برخه کی لومړی او کلیدی اقدامات ترسره سوی دی؛ که څه هم منتقدان په دی نظر دی چی ددی کمیسیون غړی سل په سله د قومی او سیاسی، فرمول پواسطه تنظیم سوی دی او هغه کسان دی ځای ته رای پیداکړی دی چی د حکومت د دواړو ضلعو د اعتماد او او تایید وړ دی او په دی منځ کی، دملی په تعهد سره، تخصص او حرفه ای زده کړی، تیر کاری روشانه سابقه او دهغوی برنامی د افغانستان د انتخاباتو د مریضی د اصلاح په نظور د ۹۳ کال د انتخاباتو د تریخی تجربی په درلودلو سره او هغه جبران ناپذیر راتلونکی ته هیڅ توجه صورت نه دی نیولی. شاید دا انتقادات په خپل ځای کی صحی او سمه وی؛ خو اوس چی د انتخاباتو کمیسیون تشکیل سوی دی، شاید عمده ترین مسئله، ددی کمیسیون د سخت کاری فصل ته توجه وی؛ هغه فصل چی کوچنی فرصت خو ډیر کارونه لری چی باید ترسره سی.
د تحلیلګرانو په نظر، یو دهغه مهمو کارونو څخه چی د انتخاباتو کمیسیون او د انتخاباتی شکایاتو سمع یی ترسره کړی، پردی کمیسیونو باندی د خلګو د باور د بیرته راژوند کول او پر ټولو انتخاباتی نظام باندی دی؛ هغه اعتماد چی د ۹۳ کال د انتخاباتو دنتیجی قربانی سول او تراوسه د ملی وحدت د حکومت رهبران د هغه اعتماد دراژوندی کولو لپاره هیڅ کار نه دی ترسره کړی.
په انتخاباتو کی د خلګو مشارکت، د انتخاباتو د مشروعیت د اساسی او لومړی لوازمو څخه دی او دا هغه څه دی چی د انتخاباتو د کمیسیون کار ډیر مشکلوی. هغوی باید وکولای سی داسی سیستم رامنځ ته کړی چی خلګ د خپلو د رایو په ورکولو باندی باور ولری او ددی انتخاباتو پر پروسی باندی اعتماد ولری او پردی باندی باور ولری چی هغه څه چی درایو د صندوق څخه راوځی ددوی خپله د تصمیمو نتیجه وی. په ښه تعبیر سره، خلګ باید یوځل بیا صحنی ته راوګرځی او په دی ترتیب، د هغوی په مشارکت سره، دنظام مشروعیت او انتخاباتی نهادونه تامین سی.
بل مهم مساله، د انتخاباتی نظام اصلاح دی؛ هغه لوی مسؤولیت چی انتخاباتو د کمیسیون پراوږو باندی ایښول سوی دی. دا کمیسیون باید وکولای سی داوسنی انتخاباتی نظام مشکلات تشخیص کړی او دهغه د رفع او حل لپاره راهکارونه ارایه کړی؛ هغه روند چی امکان لری ډیر وخت ته ضرورت ولری او دا ډیر وخت د انتخاباتو د کمیسیون په اختیار کی نه دی؛ ځکه چی دا کمیسیون په عین حال کی یو سریع جدول د پارلمان د انتخاباتو لپاره رامنځ ته کړی او ارایه کړی.
د افغانس تان پارلمان یو کال او څو میاشتی د قانونی کار څخه یی دی اساسی قانون په اساس وخت تیر سوی دی؛ خو خپل کار ته ادامه ورکوی په داسی حال کی چی هیڅ خبر دانتخاباتو او د انتخاباتو دتقویم څخه نسته! دی مسایلو ته په توجه سره، د انتخاباتو د شفافیت او سلامت تامین، د انتخاباتی سیستم اصلاح، د انتخاباتی تقویم تنظیم او ارائه او د بی طرفی حفظ او د قانون په اساس غیری جانب داری، د تیر انتخاباتو تریخ تجارب او دهغه خراب پیامدونه، د نوی انتخاباتی کمیسیون د اصلی وظایفو څخه به وی.
دا په داسی حال کی دی چی دا ټوله کارونه باید په ډیر لږ وخت کی ترسره سی. آیا انتخاباتی کمیسیون ددی سخت کاری فصل څخه سرپورته کړی او یا تیر به سی؟
https://avapress.com/vdceve8zvjh8xni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته