نامعلومه وسله والو نن سهار د فوایدعامې وزارت ساختماني مرستیال انجینر احمد شا وحید د خپل کور له سیمې څخه تښتولی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی له کور څخه دفتر ته په لاره وو، چې نامعلومه وسله والو یې د موټر مخه ونیوله.
دا پیښه د خیرخانې په سیمه کې شوې او وسله والو د ښاغلي وحید موټر چلوونکی په ډزو ټپی کړی دی.
پولیس وایي، د پیښې په تړاو تحقیقات روان دي او د تښتوونکو د نیولې هڅې یې پيل کړي دي.
تراوسه معلومه نده چې د احمد شا وحید د تښتولو انګیزه به څه وي، او دا هم معلومه نده چې څنګه د کابل ښار دننه چې په سړکونو یې امنیتي تدابیر جدي دي، داسې پیښه رامنځ ته شوې.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)