دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۴
د مطلب کود : 146684
په دوهم ځل یوه مېرمن د ولسوال په توګه وټاکل شوه

په دوهم ځل په هېواد کې یوه ښځه د حکومت له خوا د ولسوال په توګه تاکل شوې ده.

د حکومت د رسنیو مرکز په یوه بیان کې لیکلي، چې یوه ښځه په شمال فاریاب ولایت کې د ولسوال په توګه ټاکل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مېرمن درتاج یماق د خان چهار باغ ولسوال په توګه د ملي یووالي حکومت له خوا به دنده ګومارل شوی دی.

د خبرپاڼې په وینا، مېرمن یماق د حقوقو له پوهنځي څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی او له دې وړاندې د فاریاب ولایتي شورا د وکیل او د یوه ښوونځي د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له دې وړاندې ویلي وو، چې پراساسي قانون به معامله ونکړي او ښځې به هم د نارینه‎ و په شان پر مخ ولاړې شې نه شا ته.

ولسمشر غني د د غویي په ۲۷ په یوه غونډه کې د وینا پر مهال عدلي او قضایي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي رېښې وڅېړي او د له منځه وړلو لپاره یې له افغان ښځو سره مشورتي میکانیزم رامنځته کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevp8zejh8epi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته