دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۰
د مطلب کود : 136982
ټرمپ د اسلامي توندلاريتوب په وړاندې مبارزه کړي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي:مونږ پخواني اېتلافونه بېرته پیاوړي کوو، نوي اېتلافونه جوړوو او متمدنه نړۍ د اسلامي توندلارۍ پر وړاندې یو موټی کوو او مونږ به یې ریښې له ځمکې وباسو.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :امریکا نوی ولسمشر وایي چې نړۍ به د اسلامي توندلاریتوب په وړاندې یو موټی کړي. ډونالد ټرمپ ټینګار کوي چې امریکا به د بنسټ پالنې د رېښو د وچولو له پاره نوي اېتلافونه جوړ کړي.

له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ټرمپ د افغانستان په هکله د نوو پروګرامونو په تړاو روښانه خبرې نه دي کړې. په همدې حال کې شنونکي وایي چې د امریکا ولسمشر تر اوسه په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپل سیاست معلوم کړی نه دی.

ډونالدټرمپ چې تازه یې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې په راتلونکي کې د سترو پرېکړو یادونه کوي. له اسلامي توندلارۍ سره یې مبارزه مهمه خبره ده. افغانستان له همداسې یوې پدیدې کړېږي. اټکل کېږي چې د ټرمپ دغه دریځ به د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز ولري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: مونږ پخواني اېتلافونه بېرته پیاوړي کوو، نوي اېتلافونه جوړوو او متمدنه نړۍ د اسلامي توندلارۍ پر وړاندې یو موټی کوو او مونږ به یې ریښې له ځمکې وباسو.

د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ اوږده جګړه ده ټرمپ به دا جګړه څه ډول پر مخ وړي. دوه اونۍ مخکې ټرمپ له ولسمشرغني سره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په تړاو خبرې کړې وې.

د ولسمشر د ویاند مرستیالسیدظفر هاشمي وايي: “د ولسمشر ټرمپ بیانيه ټوله د دوی د حکومت د عمومي تګلارې د پېژندنې په اړه وه، د نړيوالو موضوعاتو په اړه چې امريکا په کې دخيله ده خبرې ونه شوې چې افغانستان هم يو له دې موضوعاتو دی، کومې خبرې چې ډونالډ ټرمپ دوې اونۍ له ولسشمر غني سره لرلې، د ګواښونو، اړيکو او دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه يې وکړې چې له ترورېزم او ترهګرۍ سره مبارزه په کې شامله وه.”

افغانستان کې د جګړو شدت تر اوسه نه دی کم شوي خو اړتیا لیدل کېږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې کلک ګامونه پورته شي.

د پوهنتون استاد ډاکتر فیض‌محمد ځلاند وايي: “سره له دې چې د ټرمپ سياست دومره روښانه نه دی، خو هيله داده چې هغه له دې جغرافيې څخه افراطي ډلې له منځه يوسي، هغه کولای شي د يوه روښانه سياست په لرلو سره له افغانستان سره د دايمي سولې په ترلاسه کولو کې لويه مرسته وکړي، هماغه ډول چې ډېرې سترګې د دې کار لاره څاري.”

د اویا کلن ډونالد ټرمپ بریا ټوله نړۍ او افغانستان حیران کړل. له ولسمشرغني سره څو ورځې مخکې نوموړي خبرو کې له افغانستان سره د ستراتیژیک ملګري په توګه د امریکا د ګډ کار ډاډ‌ ورکړی و.
https://avapress.com/vdcevp8zwjh8xoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته