دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 116182
د ننګرهار د ۳۰۱ سرحدي زون سرتیري پرمختللو تجهیزاتو ته اړتیا لري
د افغانستان سرحدي پولیس د نورو ځواکونو په پرته درانه او خطرناک مسوولیتونه لري؛ خو یوشمېر وايي چې په لازم ډول تجهیز شوي نه دي.

د ننګرهار د ۳۰۱ سرحدي پولیسو د ګوشتې ولسوالۍ د څلورم کنډک د چټک غبرګون رییس ارکان له اړونده لوړپوړیو چارواکو چې سرحدي پولیس باید پرمختللیو درنو وسلو سبمال کړي.

سمنوال نصیر احمد چې د دوشنبې په ورځ یې د پاکستان پولې ته نږدې له ازادي راډيو سره خبرې کولې؛ وویل، مقابل لوری یې په پرمخ تللیو درنو وسلو سمبال دی:

((له دولت نه زموږ د ټولو غوښتنه دا ده چې زموږ پرسونل باید په درنو وسلو سمبال شي؛ ترڅو وکولای شو دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.))

نږدې یو نیم کال وړاندې د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ د یوې دروازې د جوړېدو په سر نښته رامنځ ته شوه چې د قاسم خان په نامه یو افغان پوله ساتی په کې ووژل شو.

د ننګرهار د ۳۰۱ څلورم سرحدي کنډک قوماندان عبدالبصیر کامه وال وايي چې اوس په سیمه کې وضعیت ارام دی.

د دې کنډک یوشمېر سرتیري هم د درنو وسلو له کمښت څخه شکایت کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرحدي پولیسو دعمومي قومندانۍ رییس ارکان وايي؛ سرحدي پولیس ته یې د اړتیا له مخې وسلې ورکړي دي.

پاسوال عبدالفتاح فروغ ازادي راډيو ته وویل؛ هڅې یې پيل کړې څو سرحدي پولیسو ته نورې درنې وسلې هم ورکړي:

((تر هغه ځایه چې درنو وسلو ته اړتیا وه او څه چې د دولت په لاس کې وه؛ سرحدي پولیسو ته یې ورکړې ده؛ په راتلونکي کې په دې هڅه کې یو چې دوی نور هم تجهیز کړو.))

بل خوا د ولسي جرګې یوشمېر غړي په درنو وسلو د سرحدي پولیسو سمبالښت یوه مهمه موضوع بولي.

د دې جرګې د کورني امنیت غړي حاجي سخي مشواڼی وايي؛ که سرحدي ځواکونه په پرمختللیو وسایلو سمبال شي نو د امنیت په راوستلو کې به مهم رول ولري.

((که چېرې له سرحدي پولیسو سره مرسته وشي؛ هغوی ته درنې وسلې ورکړي په پرمختللو وسایلو یې سمبال شي؛ نو دا کار د افغانستان د امنیت لپاره ګټور تمامېدای شي.))

تل داسې انتقادونه موجود دي چې د افغان حکومت وسله والو مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې له بلې غاړې افغانستان ته راوړي او په تخریبي فعالیتونو لاس پورې کوي.

د امنیتي چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې سرحدي پولیس په داسې وسلو او وسایلو سمبال کړي چې د وسله والو مخالفانو مخه ونیسي او د بهرني ملک له یرغل څخه خپل هېواد خوندي وساتي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcevp8zwjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته