دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 95878
جمهور رئیس کرزي د افغانستان لپاره د چین له خاص استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون ماښام د افغانستان ل‍پاره د چین د خلکو د جمهوریت له ځانګړي استازي، سون یوشي، سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي یوشي د خپل هېواد د ولسمشر سلامونه او نیکې هیلې د افغانستان جمهور رئيس ته وړاندې کړې او وویل چې افغانستان د چین لپاره ډېر مهم ګاونډی هېواد دی.
ښاغلي یوشي زیاته کړه چې چین په افغانستان کې د خپل نقش پیاوړي کول غواړي.
ده وویل چې چین د یو پیاوړی او با ثباته افغانستان غوښتونکی دی او «موږ هیله لرو چې په افغانستان کې وسلې کمې او اقتصادي رفاه زیاته شي».
د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د چین ځانګړي استازي وویل چې هېواد یې د افغانانو په تر مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
جمهور رئیس کرزي د چین د خلکو د جمهوریت د دغه اقدام ستاینه وکړه چې د افغانستان لپاره یې خاص نماینده وټاکه. جمهور رئیس وویل: چین د افغانستان یو پیاوړی دوست او همسایه هېواد دی.
جمهور رئیس د افغانستان په اقتصادي ډګر کې د چین د همکاریو او پانګونې د هرکلي تر څنګ زیاته کړه چې چین د افغانستان د سولې په پروسه کې ډېر مهم نقش لوبولی شي ځکه چې نوموړی هېواد هم د افغانستان دوست دی او هم له پاکستان سره ‌ډېرې نږدې اړیکې لري.
حامد کرزي وویل چی د افغانستان د سولې په پروسه کې خارجي عوامل دخیل دي او په هم دې دلیل په دې بهير کې د امریکا او پاکستان همکاري ډېره ضروري ده.
جمهور رئیس زیاته کړه چې افغانستان ته د سولې په راوستلو کې خصوصآ پاکستان مهم نقش درلودلی شي . ده وویل:«زموږ د سولې خبرې په واقعیت کې له پاکستان سره دي٬ نه له افغان طالبانو سره.»
په کتنه کې دواړو خواو په افغانستان کې د چین د پانګونې او «د اسیا د زړه»
د راتلونکې غونډې د تیاریو په هکله چې ټاکل شوې ده دغه کنفرانس په چین کې دایر شي، خبرې وکړې. حامد کرزي وویل چې د افغانستان راتلونکۍ جمهور رئیس به په دې مهم کنفرانس ګدون وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcevv8o.jh8nfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته