دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 123788
نورستاني: د افغانستان د پارلماني ټاکنو ځنډېدو امکان شته

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني خبرداری ورکړی، چې راتلونکی کال د بودیجې د نشتوالي له کبله شاید د پارلمان او سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې وځنډېږي.

نوموړي خبریالانو ته وویل، که چېرې حکومت د ټاکنو بودیجه پر خپل وخت کمیسیون ته ورنه کړي، د راتلونکي کال د تلې د ۲۴ ټاکنې به وځنډول شي.

نوموړي وویل، په حکومت، ملګرو ملتونو، او ځینو سفارتونو کې داسې کسان شته، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان قوانین تر پښو لاندې کوي.

ښاغلي نورستاني له ولسمشر وغوښتل، چې ددغو کسانو د کړنو مخه ونیسي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر داسې مهال دا موضوع په ډاګه کوي، چې ولسمشر د ښاغلي نورستاني په ګډون د ټاکنیزو کمیسیونونو د بدلولو په پار یو فرمان صادر کړ.

د افغانستان ولسمشر د وروستي تقنیني فرمان پر بنسټ، د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو د چارواکو بدلون ته لاره اواره شوې ده. ددې فرمان له مخې چې

یوه کاپي بي بي سي ترلاسه کړې، محمد اشرف غني د ټاکنیزو کمیسیونونو د تشکیل، واکونو او دندو قانون ۱۲ ورځې وړاندې لاسلیک کړی دی.

ددې قانون په لاسلیکېدو سره، د غوراوي کمېټې نوي غړي کولی شي خپل کار پیل کړي او د ټاکنیزو بنسټونو د کاندیدانو نوملړ ولسمشر ته وسپاري. د ولسمشر تر تایید وروسته به اوسني کمېشنران خپلو ځایناسو ته پرېږي.

خو ښاغلی نورستاني وايي، د ټاکنیز کمیسیون اوسني غړي په قانوني توګه ټاکل شوي او د ځای ناستي ټاکل به یې پخپله ناقانونه کړنه وي.

سرچينه : bbc
https://avapress.com/vdcevx8zvjh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته