دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 97092
په کابل ښار کې د (۳) ترهګرو شبکو نیول!
د ملی امنیت لوی ریاست د امنیتی تدابیرو او د ترهګریزو کړنو پر وړاندې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې (۳) تروریستي شبکي چې غوښتل یې په کابل ښار کې یو لړ تروریستي بریدونه تر سره کړي نیولی دي.
ترهګرو شبکو هوډ درلود تر څو د هیواد د خپلواکۍ د لمانځلو پر مهال د یو عراده سراچه ډوله موټر چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوی ول، یو ثوب ځانمرګي واسکټ، (۱۰) کړۍ پاکستانی مقناطیسی ماینونه چې د مبایل په سیستم عیار شوی ول، (۵) فیره د بی ام یو توغندی مرمیو څخه په استفادي سره د کابل ښار په ځینو کڼه ګوڼو سیمو کې پرلپسي تروریستی او ورانکاره بریدونه تر سره کړی، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه له (۵) تنو تروریستانو سره یوځای ونیول شول.
د ملی امنیت لوی ریاست د خپلو هیوادوالو د لا ښه امنیت د ټنګښت په موخه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه نده کړی، چې د یادو شبکو په نیولو سره په کابل ښار کې په امنیتی تهدیداتو کې کموالی رامنځ ته شوی دی.
له ډیرو قدرمنو هیوادوالو څخه په درنښت هیله کوو، چې د ترهګریزو کړنو په اړه د معلوماتو درلودلو په صورت کې د ملی امنیت لوی ریاست د اطلاعاتی مرکز(۱۹۱۹) شمیري سره په اړیکي نیولو سره له خپلو امنیتی ارګانونو سره مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcew78o.jh8foi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته