دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 150328
غنی: د افغانستان قوت او ثبات په قومونو برابر اومساوی دی
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکومتي چارو کې هر ډول تبعیض غندلی او ویلی، چې هېڅ وګړي ته به د داسې کار اجازه ورنه کړي چې د افغانانو ملي یووالي ته زیان ورسوي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، د ارګ  نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې د جمعه په ورځ خپره شوه، د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي چې هغو معلوماتو چې په وروستیو کې د چارو ادارې ته د یوه منصوب وګړي په حواله خپاره شوي، سخت متاُثر کړی دی.
سر چنیو وای، چې ولسمشر غني نیویارک ته د سفر په وروستیو شېبو کې له دې مسئلې خبر شو، د خپاره شوي لیک جزئیات یې ولوستل او خوابدی دی.
په خبرپاڼه کې  ویلی، چې ولسمشر غني دې معلوماتو خواشینی کړی او له عامل یا عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.
خبر پانه وای، د ښاغلي  محمد اشرف غني په حواله لیکل شوی چې د افغانستان قوت او ثبات د افغانستان په قومونو کې چې "برابر او مساوي" دي، ویني او د هغوی پر استازیتوب فخر کوي.

https://avapress.com/vdcew78zvjh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته