دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 114823
په فاریاب کې د مخالفینو پرضد د روانو عملیاتو مشري دولتي ځواکونه کوي
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، په فاریاب کې د وسله والو مخالفینو پرضد د روانو عملیاتو مشري دولتي ځواکونه کوي.

د ولسمشرد لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر تاییدوي چې د فاریاب په روانو پوځي عملیاتو کې د ولسي پاڅون ځواکونه د سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې برخه لري خو نوموړی ټینګارکوي چې د دې عملیاتو مشري د وسله والو ځواکونو لوی درستیرجنرال قدم شاه شهیم کوي.

په فاریاب ولایت کې د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات د جمعې په ورځ پیل شول.

ښاغلی فیضي همدا راز په نژدې راتلونکي کې له حکومت سره د یو شمېر وسله والو طالبانو د یوځای کېدو خبر ورکړ خو ده دا یادونه هم وکړه چې د سولې دا بهیر یوازې د افغان طالبانو لپاره دی او په فاریاب کې دېره بهرني وسله وال به یوازې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وځپل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcewe8zxjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته