دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۰ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 28962
په افغانستان کې له موجودو حقیقتونو سره د پيټریاس د راپور توپیرونه
د ناټو دغه امریکايي قوماندان په خپل راپور کې ادعا کړي وه په مي او جون میاشت کې د ناټو ځانګړو ځواکونو له ۱۳۰۰ زیات طالبان نیولي او ۱۰۳۱ نور یې وژلي دي .
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو عسکرو د امریکايي قوماندان جنرال ډیویډ پیټریاس راپور په دغه هیواد کې له موجودو حقیقتونو سره بشپړ توپیر لري .
هافینګټن پوسټ ورځپاڼي په یوه راپور کې اشوا کړه له دې سره سره چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو عسکرو د امریکايي قوماندان جنرال ډیویډ پیټریاس ادعګاني کوی زرګونو طالبان یې وژلي او یا نیولي دي ، نوي څیړنې ددې ښودنه کوي چې د افغانستان په جنګ کې زیاتره مرګ ژوبله بې ګناه افغان ملکیانو ته اوښتې ده .
د ناټو دغه امریکايي قوماندان په خپل راپور کې ادعا کړي وه په مي او جون میاشت کې د ناټو ځانګړو ځواکونو له ۱۳۰۰ زیات طالبان نیولي او ۱۰۳۱ نور یې وژلي دي .
هافینګټن پوسټ ورځپاڼي د لیکنې له مخې د پيټریاس راپور د شمیرنو له پلوه هم د امریکا دپوځ لخوا له وړاندي شویو شمیرنو او معلوماتو سره ښکار توپیر لري ، ځکه له نوي سلنه زیات هغه کسان بیرته خوشي کړاي شوي دي چې د بهرنیو عسکرو لخوا د طالبانو په نامه نیول شوي ، خو دغه تور پرې نه دی ثابت شوی او بې ګناه عادي ملکیان ؤ.
په افغانستان کې د ناټو د پرتو عسکرو دغه امریکايي قوماندان هڅه کړي ده ددغه راپور له لارې د طالبانو د غړو د نیولو او یا وژلو له لارې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو اقدامات بریالي وښيي .
یو هغه مهم ټکی چې د هافینګټن پوسټ ورځپاڼي په راپور کې ورته پام شوی دی په چټي تورونو له طالبانو سره د تړاو په تور د بې ګناه افغان ملکیانو نیونه ده چې بهرني عسکر د هغوئ له نیولو وروسته مجبوره شوي دي ، په دغو عادي افغانانو د تورونو د اثبات لپاره د لازمو سندونو او شواهدو د نه درلودلو په دلیل هغوئ خوشي کړي .
د افغانستان حکومت ، د بشري حقوقو ادارو او د دغه هیوادخلکو له دې مخکې هم د بهرنیو عسکرو لخوا له طالبانو سره د تړاؤ په تور د افغان ملکیانو په نیونې نیوکې کړي دي .
په افغانستان کې د بشري حقوقو ځیني ډلي باوري دی په دغه هیواد کې زیات شمیر بې ګناه افغانان له طالبانو سره د تړاو په تور پراته دي چې تراوسه پرې دغه تورونه نه دي ثابت شوي .
امریکايي او ناټو عسکر په غیرقانوني ډول د افغانانو په کورونو په حملو او نیونو سربیره ، د طالبانو د پټیدو په پلمه د افغانستان د بې ګناه خلکو کورونه هم بمباروي او هر کال په زرګونو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي چې دا چاره د امریکا او ناټو لپاره په یو ناورین بدله شوي ده .
کارپيژاندي باوري دي په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه د بشري حقوقو د لومړنیو اصولو نه رعایتول ددې لامل شوي ، څو د امریکا دغه شعار د عمومي افکارو د غولولو لپاره یو پوښښ وبلل شي چې وايي د افغانستان جنګ د آزادۍ او ‌ډیموکراسۍ لپاره دی .


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8w.jh8vpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته