دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 156124
په هند کې د لوړو زده کړو د فرصتونو پر موثریت خبرې وشوې

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې، د دوست هېواد هندوستان له سفیر ښاغلي من پریت هورا سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سیمې پر سیاسي او امنیتي حالت سربیره د هندوستان د دولت او خلکو لخوا د افغانستان د ځوانانو له پاره په هندوستان کې د لوړو زده کړو له وړیا فرصتونو څخه د سالمې ګټې اخیستو او موثریت په اړه هم خبرې وشوې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د هند له حکومت او ولس څخه مننه وکړه، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې د هغه هېواد په معتبرو پوهنتونونو کې د افغانستان د ځوانانو له پاره د لوړو زده کړو وړیا فرصتونه برابر کړي. ښاغلي اتمر وویل، چې حکومت په پلان کې لري، ترڅو د هندوستانو لخوا د وړیا بورسونو د اغیرمنتوب او موثریت پر مکانیزم کار وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د یوه عملي مکانیزم له مخې به لومړۍ هغه ځوانان، چې د هند په پوهنتونو کې یې لوړې زده کړې کړي د کاري فرصتونه د ایجاد له پاره زمینه برابر شي. د دې ترڅنګ به نور وړ ځوانان په ګوته او وهڅول شي چې د هندوستان لخوا له وړاندې کیدونکو علمي فرصتونو څخه د هېواد ابادۍ په لاره کې ګټه پورته کړي.
د دې دوه اړخیزې ناستې په ترڅنګ د کابل پروسې پر دویمه جوړیدونکې ناسته هم خبرې وشوې، دواړو لور د کابل پروسې پر لومړنیو ترتیباتو خبرې وکړې، په سیمه ییزه او نړیوالو کچه یې د کابل پروسې اهمیت او اغیزمتوب د پام وړ وباله.
په افغانستان کې د هندوستان سفیر، وویل، چې هېواد یې په افغانستان او سیمه کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او په دې لاره کې یې د همکاریو له دوام څخه ډاډ څرګند کړ.
په دې ناسته کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هندوستان د نظامي مرستو په اړه هم بحث وشوې، دواړو لورو د نظامي همکاريو د دوام او پرمختګونو څخه خوښي ښکاره کړه او د عملي چارو د بهبود پر یو لړ اقداماتو یې ټینګار وکړ.

 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewp8zejh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته