دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 95832
محور ورځپاڼه: د رایو په تفتیش کې بهرني مرموز لاسونه
د بهرنیو ناظرینو په نوم د جعل کارانو یوه ډله د تفتیش په پروسه کې په درغلیو کې ښکیل ده چې د راپورونو له مخې د عبدالله عبدالله په ګټه کار کوي.
د بهرنیو جعل کارانو یو یې پرون د ټاکنو کمېسیون په ګودامونو کې لاس په لستوڼي ونیول شو، خو سرچینې وایي، چې تر اوسه پنځه بهرني تقلب کوونکي پېژندل شوي دي.
یوه سرچینه وایي، د ټاکنو کمېسیون امنیتي څارونکي په پلټنه بوخت دي چې د اروپایي ټولنې او یوناما د ناظرینو په منځ کې هم مشکوک تقلب کوونکي افشا کړي. د رایو د تفتیش پروسه د دریم ځل لپاره پرون مازیګر څلور بجې ودرول شوه.
پرون مازیګر څلور بجې د یوناما مرستیال او په کابل کې د امریکا سفیر له نېږدې د رایو د تفتیش پروسې کتلو لپاره ټاکنو کمېسیون ته ورغلي وو.
د دواړو انتخاباتي ډلو ناظرینو د رایو د تفتیش په مرحله کې د رامنځته شویو ستونزو په اړه دغه بهرني پلاوي ته خپل شکایتونه وړاندې کول.
یو امریکایي د ناظرینو په جعلي کارت دغه بهرني پلاوي ته ځینې جعلي اسناد وړاندې کول او هڅه یې کوله د اشرف غني د ځینو محلونو رایې جعلي ثابتې کړي، خو د اشرف غني د ناظرینو لخوا وپېژندل شو.
یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته وویل، جعلي امریکایي ناظر د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه کار کاوه او له هغه سره پدې جعل کې څلور نور بهرني اتباع هم شامل دي.
سرچینه وایي، د ټاکنو کمېسیون امنیتي څارونکي په هغو څلورو نورو جعل کوونکو پسې هم دي چې د جعلي ناظرینو په نوم د رایو په تفتیش کې ځانګړي کاندید ته کار کوي.
د رایو د تفتیش پروسه د دریم ځل لپاره پرون مازیګر څلور بجې ودرول شوه. د پروسې د درېدو دوه دلایل په ګوته کېږي: پرون څلور بجې د جعلي بهرني ناظر افشا کېدل او مشابه نښه شوې رایې.
د مشابه نښه شویو رایو په اړه ډېرې ادعاوې هم د اشرف غني د انتخاباتي کمپ لخوا د عبدالله عبدالله په ټیم باندې شوې دي.
د ټاکنو څارونکي وایي، د رایو په تفتیش کې د بهرنیو ناظرینو په نوم جعل به هغه موافقه شکمنه کړي چې د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره د دواړو انتخاباتي ډلو ترمنځ د وروستي انتخاب په توګه غوره شوې ده او دا سل په سلو کې د ټولو رایو تفتیش دی.
اوس هغه پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي، چې دغه بهرني اتباع د چا په اجازه او ملاتړ د رایو د تفتیش تر ځایه رسېدلي او افشا کېدل به یې دې پروسې ته څومره صدمه ورسوي؟
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewv8o.jh8nxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته